خبرهای مرتبط

جمع

مجاهد: پاکستان با اتهام بر افغانستان از تامین امنیت در این کشور فرار می‌کنند

حکومت سرپرست با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد مقامات پاکستانی...

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

نیمايي افغانانو له جګړو اغیزمن دي

په افغانستان کې د جګړو له امله نیمايي افغانانو مخامخ زیانمن دي. د سره صلیب نړیواله کمټه وايي، شاوخوا اوولس میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د دولتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ مخامخ جګړې کیږي.

 په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) تېره اوونۍ په خپل یوه راپور کې ویلي وو، د روان ۲۰۲۰م کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲،۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳،۷۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې جګړه په داسې حال کې شدت مومي چې له یوې خوا د سولې پروسه روانه ده او افغان دولت او وسله وال طالبان په دوحه کې مخامخ مذاکرات کوي، له بل لوري نړیوالو له افغانستان سره خپلې څلور کلنې مرستې د سولې له پروسې سره مشروطې کړي دي، چې که چیرته د افغانستان دولت او یا هم وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره منطقي او جدي برخورد ونه کړي او دا پروسه یوازې د بهرنیو د اغوا کولو لپاره وکاروي، نو یادې مرستې نه شي تر لاسه کیدای.

له بل لوري په کور دننه، په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم د افغان سولې په اړه نسبي اجماع رامنځته شوې، چې په حقیقت کې د سولې دغه روان فرصت یو طلايي هغه دی چې باید دواړه لوري ترې ګټه پورته کړي. دواړو لوریو ته اړینه ده چې له بې ځایه غرور څخه تېر شي او د افغانستان د ځمکې پر مخ موجودو واقعیتونو ته په کتو د سولې له پروسې سره برخورد وکړي او نور خپل خلک له دې وضعیت څخه وژغوري.

که چیرته د سولې له روان فرصته استفاده ونه شي ـ چې په یقین سره د حکومت په داخل کې ځینې کړۍ او په همدې ډول مقابل لوري کې داسې کړۍ شته چې پر وړاندې یې تخریب کوي ـ نو د افغانستان راتلونکي خورا تیاره او د اندېښنې وړ ده، چې ممکن د جګړې په دوام سره تر لاسه شوې لاسته راوړنې او موجود ارزښتونه هم له منځه لاړ شي.

 طالبان باید د خپل پخواني امارت فکرونه له سره لرې کړي او  دافغانستان اوسني نظام هم باید د طالبانو د تسلیمي له هڅو تېر شي، بلکې په داسې یوه میکانیزم سره سلا شي چې هم په هیواد کې سوله تامین شي او هم له نړیوالې  ټولنې سره د افغانستان اړیکو ته زیان وا نه وړي.

سوله له زغم، بخښلو او صبر پرته نه‌شي تر لاسه کیدای او په اوسنیو شرایطو کې اړینه ده چې دواړه لوري دغه قرباني ورکړي او یوازې په اسلامي او افغاني مسایلو په اجماع یوې پایلې ته سره ورسیږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق