خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

دفاع وزارت: د غزني د مرګونې برید طراح ووژل شو

د دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د یکشنبې د ورځې موټر بم برید طراح له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی. یاد وزارت نن دوشنبه نومبر۳۰(لېندۍ لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «حمزه وزیرستاني» په یاد کس په غزني ولایت کې د ملي اردو پر یو مرکز د تیرې ورځې برید پلان کړی و.

دفاع وزارت زیاتوي چې نوموړ شخص وړمه شپه له خپلو ملګرو سره د غزني ولایت د «ګیرو» ولسوالۍ په «علي شیر خېل» سیمه کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

 د غزني ولایت په «ده یک» ولسوالۍ کې تیره ورځ د ملي اردو د کمانډو پر مرکز موټر بم برید کې د چارواکو په وینا ۳۰ امنیتي سرتیري ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وړمه ورځ خبر ورکړ چې په دغه موټر بم برید کې یوازې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غزني ولایت کې د تیرې ورځې موټر بم برید مسوولیت نه دی منلی.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق