خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

د بڼ په چینه ناسته یې لونګ په تار کې بڼې

په سوات کې د بڼ مالت یا بازار له لسګونو کلونو راهېسې د داسې کورنیو هستوګنځی پاتې شوی چې د سندرو، موسیقۍ او نڅا د محفلونو له لارې ځان ته ډوډۍ ګټي او نورو خلکو ته د تفریح او ساعت تېرۍ موقع برابروي. خو له دې بازار سره تړلي خلک وايي، اوس مهال یې ژوند له ستونزو سره مخ دی. دوی وايي، د ژوند کشالې یې زیاتې شوي، خو وسایل ورسره نه‌شته او حکومت یې ستونزو ته پام نه کوي.

د سوات د بڼ مالت اختر اقبال وايي، عمر یې ۵۰ کاله دی او له تېرو ۴۰ کالو راهېسې په محفلونو کې طبله غږوي، خو د هغه په وینا اوس دغه محفلونه ساړه شوي او ورسره د هغوی د کور نغری هم سوړ شوی دی: «زه طبله غږوم، که کار وکړم، نو کور ته مې ډوډۍ راځي، که ونه کړم، نو د کور لس دولس کسان راسره وږي پاتې کېږي.»

اختر اقبال وايي، په بڼ مالت کې اوس هم له پنځوسو زیاتې کورنۍ ژوند کوي چې د موسیقۍ، سندرو ویلو او یا هم د نڅا له لارې ځان ته ډوډۍ ګټي. د نوموړي په وینا، ورځ یې هسې هم ښه نه ده، خو له کله نه چې کورونا وبا راغلې، یا د حکومتي بندیزونو او یا هم له دې وجې چې خلک ټولنیز واټن ساتي او احتیاط کوي، د هغوی ژوند ډېر اغېزمن شوی دی.

هغه وايي: «ما به پخوا د میاشتې تر شلو زرو روپو پورې امدن (عاید) لرلو، خو اوس دا څویمه میاشت ده، وزګار ناست یم، قسم دی د پولۍ ټک ته ناست یو او داسې ورځ راباندې راغلې چې د نسوارو پیسې هم راسره نه‌شته.»

د بڼ مالت یا بازار چې نن په کوم حالت دی پرون داسې نه و، د پاکستان سره تر الحاق وړاندې سوات چې کله خپلواک ریاست و او د سوات والي به هلته حکمراني کوله، نو د فنکارانو ژوند ته یې زیات پام کړی و.

د کلتوري چارو شنونکی او خبریال شیر عالم شینواری وايي، د بڼ هغه دور زرین دور و: «د والي سوات په زمانه کې د دغو خلکو ډېر قدر و، د هغوی لپاره یو ځانګړې کوڅه جوړه شوې وه چې بڼ به یې ورته وی، دغلته ټول هنرمندان او د ساز او سرود سره تړلي خلک اوسېدل. د والي سوات په دور کې له شاوخوا سیمو ټول هنرمندان دغې سیمې ته راکډه شوي وو. دا اول کوڅه وه، بیا ترې پوره مالت او بازار جوړ شو.»

شیر عالم شینواری وايي، سوات هنرمندان د ملا فضل الله په مشرۍکې طالبانو سخت ځپلي وو او اکثر یې اړ شوي وو چې د پاکستان نورو سیمو ته وکوچېږي، د هغه په وینا اوس هم د بڼ بازار هغه پخوانی جم و جوش نه شته.

بل پلو، د سوات د بڼ فنکارانې د کار د نشتوالي له وجې هنر پرېږدي او ودونه کوي. طبله نواز اختر اقبال وویل چې دوو لوڼو (حمیره اقبال او سمیره اقبال) به یې سندرې ویلې، خو اوس یې ودونه وکړل او سندرې نه وايي. جهانګیر د سندرغاړې سعدیه شاه پلار دی، هغه هم ورته کیسه لري: «زما لور سعدیه شاه اووه، اته کاله ګانه وکړه، اوس هغه واده شوې ده او سندرې نه وايي. اوس زموږ دغه ژوند دی چې ځان ته به د کوم بل کار بندوبست کوو.»

نوموړی وايي، د بڼ د محفلونو د سړېدو بلا وجوهات دي چې په کې حکومتي بندیزونه او د سیمې د خلکو غربت هم شامل دی: «صیبه محفلونه په پیسو کېږي، د خلکو سره پیسه نه‌شته، هغوی ځان له حیران دي، نو دلته به څه راشي او زموږ کار ـ روزګار به څه ښه شي؟ او زموږ دا کار څه پوخ کار خو نه دی کنه، نن وي او سبا نه وي.»

خو ځیني داسې هنرمندانې هم شته چې وايي، د کورونا له وجې د جوړ شوي حالت نه باوجود هم د هغوی کار روان دی، که څه هم هغه پخوانۍ مزه یې نه‌شته، خو د بیلابېلو لارو نه پیسې لاس ته راوړي. عظمی فیاض ۱۹ کلنه سندرغاړې ده، مشل راډیو ته ویلي: «د کورونا په ورځو کې خو زموږ کار بیخي بند و، اوس واپس مو کار شروع کړی، داسې ووایئ چې بس پنځوس فیصده کار مو بیرته جوړ شوی دی. زه ودونو او پروګرامونو ته ځم او دلته هم خلک د سندرو اورېدو لپاره راځي.»

په خیبر پښتونخوا کې د هنرمندانو ټولنې په‌خپله د یو بل سره د مرستو کولو هڅه کوي، له حکومت نه او د غیر حکومتي موسسو نه د مرستو د ترلاسه کولو لپاره منډې ترړې وهي. د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا د راتګ نه پس د هنرمندانو سره تر دې دمه د مرستو کومه لړۍ نه ده پیل کړې، البته تر هغې وړاندې د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې تېر کال د یوې پروژې له لارې د صوبې په ډېرو هنرمندانو تر څو میاشتو پورې د میاشتې ۳۰ زره روپۍ وېشلې وې، خو اوس هغه پروژه بشپړه شوې ده.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق