خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

نیویارک‌ټایمز: ولسمشر غني او هغه ته نږدۍ کسان سولې ته خنډونه راولاړوي

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او هغه ته نږدې یو شمیر کسان د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي. نیویارک ټایمز  په خپله یوه لیکنه کې وايي، سره له دې چې په قطر کې د سولې په مذاکراتو کې یو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي، خو ولسمشر غني لاهم له دې پرمختګ انکار کوي او پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.

یاده نشریه زیاتوي، که څه هم د سولې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی بن‌بست د روانې میاشتې په لومړیو کې مات شوی، خو حکومت بیاهم له دې پرمختګ انکار کاوه، هغه موضوع چې بالاخره طالبان یې اړ کړل، څو په دې  اړه وضاحت ورکړي. یاده رسنۍ وایي، ښایي اشرف غني غواړي دغه پروسه ترهغو وځنډوي، څو په امریکا کې واک له اوسني ولسمشر ډونالډ ترمپ څخه منتخب ولسمشر جوبایډن ته ولیږدول شي.

دا لومړی وار نه دی چې ارګ او په ځانګړې توګه ولسمشر او هغه ته نږدې کسان د سولې پر وړاندې د خنډ په جوړولو تورن شوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو کورنیو او بهرنیو لوریو افغان حکومت د سولې ضړد کړنو باندې تورن کړی و، خو ارګ دغه تورونه تل رد کړي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق