خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

سوله او موټربم بریدونه

د سولې د خبرو په روان بهیر کې افغانستان د خونړیو بریدونو شاهد دی. د افغانستان یو زیات شمیر ولایتونه د موټر بمونو شاهدان دي. د یو زیات شمیر ولایتونو پر ولسوالیو، نظامي بیسونو او آن پوستو هم موټر بم بریدونو زور اخیستی، که څه هم نور مخامخ جګړې، چسپکي ماینونه، ترورونه او هدفي وژنې هم خورا زیاتې شوي دي، اما د موټر بم بریدونو وراني خورا زیات دی چې باید مخه یې ونیول شي.

پرون په غزني او زابل ولایتونو کې موټر بم بریدونو تر ډېرشو کسانو ډېر وژلي او همدومره نور ټپان کړي دي. د دې ترڅنګ یادو سیمو ته سخت مالي زیانونه هم اوښتي چې بیرته رغول یې هم مصرف غواړي او هم په هغه شان چې مخکې رغیدلي وو، هغسې نه شي جوړیدای. د غزني ترڅنګ د افغانستان یو زیات شمیر ولایتونه د درنو موټر بمي بریدونو شاهدان پاتې شوي دي.

هر موټر بم برید چې په یوه سیمه کې کیږي، څلور لوریو ته کلیومټرونه لرې سیمې او کورونه زیانونه ګوري او بنسټونه نړیږي، سره له د چې هره موتر بم برید تر حد زیات ځاني تلفات هم لري. هر موټر بم برید په حقیقت کې د یو کوچنی ښار او یا هم د لوی ښار یو څنډه نړوي او بنسټونه او هډوکي یې لړزوي. د افغانستان ګڼ ښارونه د دغه شان بریدونو شاهدان دي چې په کې ګنو بنسټونو ته جدي زیان اوښتي چې یا د بیا رغولو نه وو او یا هم که رغول شوي، د استفادې وړ نه وي.

طالبانو د سولې خبرو په لړ کې د فعالیتونو ډول بدل کړی او پر لویو ښارونو له بریدونو تېر شوي، خو پر ولسوالیو او نظامي بیسونو یې حملې شروع کړي، چې د نظامیانو ترڅنګ یې ملکیانو ته هم جدي تاوانونه  اوړي. په ټولو ولایتونو کې د موټر بم بریدونو اصلي قربانیان بې ګناه او بې دفاع ملکي افغانان چې دغه وضعیت د هیڅ لوري لپاره د منلو وړ نه دی. طالبان د دغو بریدونو لپاره توجیه نه لري او له ملت او نړیوالو ته خو هسې هم دا بریدونه مردود دي، ځکه خو پر طالبانو غږ کوو چې د موټر بم بریدونو له ځاني او مالي زیانونو خبر شئ. دا بریدونه د دولت حکومت بیخ نه وباسي، اما د ملت او د ملت د بنسټونو بیخ وباسي او د افغانستان د ابادۍ خښته راغورځوي.

له همدې امله ده چې یو ځل بیا غږ کوو چې دواړه لوري دې د سولې پر موضوعاتو تمرکز زیات کړي او له تشو بهانو جوړولو دې تېر شي او د یو بل په درک کولو سره دې داسې یوه جوړ جاړي وکړي چې هم ملت ته د منلو وړ وي، هم له اوسنیو واقعیتونو سره تطابق وکړي او هم له نړۍ سره د افغانانو اړیکې زیان ونه مومي، خو په مقابل کې د موټر بمونو په شمول هر ډول جنګونه پای ته ورسیږي او افغان ملت د هوساینې او بسیاینې پر لور حرکت وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق