خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

له افغان ماشوم سره د استرالیايي سرتیري ګواښوونکی انځور ناندریز شو

له یوه افغان ماشوم سره د یوه اسټرالیایي سرتیري (ګواښوونکي) انځور د چین او اسټرالیا ترمنځ ناندرۍ راپورته کړې دي. د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند پرخپله ټویټرپاڼه د یوه افغان ماشوم هغه انځور چې استرالیایي سرتیری پکې په وینو لړلې چاره یو افغان ماشوم ګواښي خپور کړی او وایي له افغان ملکي وګړو سره دغه راز چلند ټکان ورکړی.

د اسټرالیا صدراعظم د دې انځور پر خپرېدو غبرګون ښودلی، دغه انځور یې زړه بوږنوونکی او له سپکاوي ډک بللی او وایي چین باید د دغه انځور د خپرېدو له امله د شرم احساس وکړي او انځور بیرته لرې کړي.  خو د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسټرالیا د صدراعظم دغه وړاندیز رد کړی او وایي اسټرالیا باید د خپل دې کار له امله د شرم احساس وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان حکومت له یوه افغان ماشوم سره د استرالیايي ځواکونو د نشر شوي عکس څخه خبر لري او په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان لوری افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو له استرالیايي لوري سره له نږدې کار کوي، څېړنې یې پیل کړي څو ددې نا مناسب عمل عاملانو ته سزا ورکړل شي او عدالت تامین شي.

افغان حکومت وایي چین او استرالیا د افغانستان دوه دوست هیوادونه دي چې د افغانستان په بیا رغونه او سوله کې یې مهم نقش لوبولی دی او افغان حکومت هیله لري څو افغانستان کې د چین او استرالیا همکارۍ ادامه پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې چین افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو پر جنګي جنایتونو غبرګون ښودلی او دغه مسئله د دواړو هیوادونو ترمنځ ناندریزه شوې ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق