خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

ولسمشر غني او هغه ته نږدې کسان د سولې د پرمختګنونو مخنیوی کوي

جمعیت اسلامي: د موقت حکومت هرکلی کوو، په دې حکوت کې د نظام د بدلیدو مسئله نه ده مطرح، یو څو څیرې بدلیږي.

ولسمشر غني او هغه ته نږدې کسان د سولې پروسې د پرمختګ مخه نیسي. نیویارک ټایمز ورځپانې په یوه راپور کې د ځینو سرچینو په حواله لیکي، چې دوحه کې د سولې مذاکرات له پرمختګونو سره مخ دي او ټولو ترې هرکلی هم کړی دی، خو ولسمشر غني او د هغه نږدې کسان د سولې د وروستیو پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: «ولسمشر اشرف غني د مذاکراتو چوکاټ لپاره د ازمایښتي توافق په حال کې دی، خو نوموړي ته نږدې کسان توافق نږدې نه ګڼي. ولسمشر او نږدې کسان یې په داسې حال کې د سولې پروسې د مخنیوي هڅې کوي، چې له څو میاشتیني ځنډ وروسته د سولې هلې ځلې له څرګند پرمختګ سره مخ شوي دي.»

نیویارک ټایمز لیکي، چې مذاکراتو کې د پرمختګ په تړاو له راپورونو وروسته حکومت په عاجله توګه په مذاکراتو کې د پرمختګ له ادعا څخه په شا شو او ټینګار یې وکړ چې د توافق د جزئیاتو په اړه نور کار ته اړتیا ده.

په دې راپور کې یادونه شوې ده چې لوېدیځ هیوادونه د سولې په پروسه کې د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله نقش ته په تمه دي: «ځینې حکومتي چارواکی په عاجل ډول په مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونو څخه په شا شول او ترڅنګ یې د توافق د جزئیاتو په اړه نور کار ضروري وباله. طالبانو باندې د لوېدیځو هیوادونو فشار و چې د بنبست ماتیدو مسئله اعلان کړي. لوېدیځ هیوادونه د مذاکراتو په دې پړاو کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس غالب نقش ته په تمه دي.»

د سولې له پروسې باخبره کسان وايي، ولسمشر غني او هغه ته نږدې کسان د سولې په پروسه کې له تازه پرمختګونو راضي نه دي او د دې بهیر د ناکامولو هڅې کوي.

د چارو شنونکی وايي، د دې مقالې محتوا، د امریکايي او اروپايي دیپلوماتانو مشاهدات دي چې په دوحه کې دسولې خبرې له نږدې څاري او دا تاریخي مقاله د ځینو مذاکره کوونکو مسوولیت رفع کوي او یو شمیر نورو کسانو ته مسوولیت راجع کوي، چې ولې په افغانستان کې سوله ژر نه راځی؟

د سولې له چارو باخبره کس ملا عبدالسلام ضعیف کابل نیوز ته ویلي: «د حکومت له خوا هم اعلان شول، خو ځینې هغه د سولې هیئت چې دی یو څه د تردد خبره په کې کوي. د دوی موقف داسې دی چې پوره واضح نه دی.»

شنونکي وايي، چې د سولې مذاکراتو کې د پرمختګ په صورت کې له واک څخه د ولسمشر غني د لرې کیدو مسئله مطرح کیږی، خو ولسمشر غني په یوه طرحه کې د پاکستان له صدر اعظم سره یې شریکه کړې، ټینګار کړی چې په دې شرط له دغو پرمختګونو سره مخالفت نه کوی، چې نوموړي د موقت حکومت په راس کې راشي.  

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د موقت حکومت د جوړیدو هرکلی او ویلي یې دي چې په دې حکومت کې د نظام د بدلیدو مسئله نه ده مطرح او یو څو څیرې بدلیږي. 

د یکشنبې په ورځ کابل نیوز خبر خپور کړ چې ولسمشر غني د فشارونو په نتیجه کې د دوحې توافقات نهايي بللي، خو د ولسمشر ویاند وايي چې دوحه تر اوسه طرزالعمل نهايي نه دی او د سولې پروسې سره د ولسمشر غني د مخالفت په تړاو د نیویارک ټایمز راپور ناسم دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق