خبرهای مرتبط

جمع

مجاهد: پاکستان با اتهام بر افغانستان از تامین امنیت در این کشور فرار می‌کنند

حکومت سرپرست با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد مقامات پاکستانی...

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

د بهرنیو سرتيرو ظلمونه او پایله یې!

تازه کې له یوه افغان ماشوم سره د استرالیايي سرتيري ګواښوونکی انځور ناندریز شوی دی. په دې انځور کې استرالیايی سرتیری په یوه وینه ککړه چاړه باندې افغان ماشوم ګواښي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلی استرالیا باید د دغه انځور له امله د شرم احساس وکړي. چین ویلي چې له افغان ماشوم سره د اسټرالیايي سرتیري یاد چلند ټکان وکړی. دا انځور په داسې حال کې ناندریز کیږي چې ګن شمیر استرالیايي سرتیري په افغانستان کې د ماموریت پر مهال له افغانانو سره پر ناسم چلند تورن شوي او له همدې اړخه د استرالیا دولت تر سختو فشارونو لاندې دی. 

اما باید وویل شي چې په افغانستان کې یوازې استرالیايي سرتیرو زیاتی نه دی کړی، بلکې د ګڼو هیوادونو سرتیري چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی، په رنګارنګ زیاتیو کې لاس لرلی او له افغانانو سره یې بخښونکي ظلمونه کړي. د هیواد له ختیځ، لوېدیځ او سویله نیولې بیا تر شمال پورې، په ټول هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتی او ظلم ډېرې بیلګې شته چې له امله یې افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان خلک په تېرو شلو کلونو کې د سخت دریځو، القاعده او طالبانو د بریدونو او جنګونو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو د فشارونو او بریدونو تاوان هم ګاللی دی. یادو ځواکونو د طالب، القاعده او یا د ورانکاري په نوم ګڼ بې ګناه افغانان وژلي، له ځان سره بیولي او یا یې په بګرام او ګوانتنامو زندانونو کې زنداني کړي دي چې تر خلاصون وروسته هم ورباندې تور نه ثابت شوي، اما هیڅ داسې لوری پیدا نه شول چې د یادو مظلومونو افغانانو پوښتنه یې کړې وي او پر ټپ یې پټۍ اېښې وی. آن بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې پټ زندانونه لرلي دي او افغانان یې په خپل کور او سیمه کې ځورولي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غیر انساني کړنو په اړه پوره معلومات لا هم نه دي خپاره شوي او دا یو نیم چې رسنیو ته رارسیدلي دي دا د بهرنیو سرتیرو د ظلمونو یوه وړه بیلګه ګڼلی شو، خو د وخت په تېریدو سره به د ټولو بهرنیو ځواکونو د غیر انساني کړنو څخه پرده پورته کیږي او د افغانانو د مظلومیت نه به ټوله نړۍ خبریږي.

د بهرنیو ځواکونو دغه ډول کړنو د طالبانو د لیکو د قوي کیدو او له دولت او نظامه د خلکو د لرې کیدو سبب شوه چې له امله یې جګړه شاوخوا دوه لسیزو ته واوښته او لا یې هم د پای څرک نه لیدل کیږي. په داسې حال کې چې اوس بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، اما ستونزې او شخړې یې ټولې افغانانو ته پاتې کیږي او د بهرنیانو د نامسوولانه کړنو تاوان افغانان ګالي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق