خبرهای مرتبط

جمع

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

د موقت حکومت مشرۍ لپاره د ولسمشر غني هڅې

نبیل وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د خپل قدرت د بقا په خاطر له پاکستان سره معاملې کړي

د ملي امنیت پخوانی رئیس وايي، چې ولسمشر غني په دې شرط د سولې خبرو مخالفت نه کوي، چې د موقت حکومت مشري ورکړل شي.

 د ملي امنیت مخکیني رئیس رحمت الله نبیل له کابل نیوز سره په مرکه کې ویلی، داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې ولسمشر غني په دې شرط د سولې د روانې پروسې مخالفت نه کوي چې د جوړیدونکي موقت حکومت مشري به دی کوي.

هغه وايي، په اوسني ډول د سولې روانې پروسه کې د ولسمشر غني واک ته خطر متوجه دی او نوموړی په دې شرط سولې ته غاړه ږدي چې د موقت حکومت مشرۍ ته راشي.

رحمت الله نبیل وايي: «د دوی له نږدې کسانو څخه ما اوریدلي دي چې که سرپرست یا موقت حکومت راځي، دوی حاضر دي چې پنځوس فیصده، دا چې څومره په دې فیصدې باندې بحث شوی، اما دا پیشنهاد شوی دی چې دوی سولې ته هغه وخت غاړه ږدي چې د موقت حکومت په راس کې پاتې شي.»

نبیل وايي، غني د خپل قدرت د بقا په خاطر له پاکستان سره معاملې کړي او ویل کیږي ولسمشر غني د موقت حکومت د مشرۍ لپاره خپله طرحه له پاکستاني اړخه سره هم شریکه کړې ده.

هغه زیاتوي چې غني له پاکستاني لوري سره ځینې معاملې هم کړي دي: «د اغزن تار نه نیولې، تر د تعرفو مسئلې د وزارت مالیې په ارتباط، د بارډر منجمنټ او دغې رقم تفاهم‌نامو په شمول، دا ټول یو طرفه امتیازات دي، پنځو کلونو کې پاکستان موږ ته هیڅ نه دي راکړي، خو دې خوا ډاکتر صاحب اشرف غني لوري د دې لپاره چې په قدرت کې پاتې شي، متاسفانه هلې ځلې یې ټولې همدا دي چې یو طرفه امتیازات پاکستان ته ورکړي.»

د ملي امنیت پخوانی رئیس دا هم وايي چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر پر مهال د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ګډ لیدلوري په نوم په داسې سند توافق شوی، چې پخوانۍ لغوه استخباراتي هوکړې ته ورته دی او د دې توافق له مخې پاکستان ترډېره سوله پلوي کسان هدف ګرځوي.

هغه وايي: «څومره چې زه معلومات لرم، هغه طالبان چې له آی ایس آی سره ښې اړیکه نه لري، اما په پاکستان کې اوسیږي، یا دې خوا د افغانستان په خاوره کې اوسیږي، هغه کې پاکستان اقدامات شروع کړي دي. بله مسئله د بندیانو ده، موږ رسمي قرارداد نه لرو د بندیانو د تبادلې، پاکستانیان همیشه د طالبانو ځینې مشران چې ونیسي بیرته یې خوشې کړي، دا اوس څو شپې مخکې چې زه خبر یم، ډېر مهم قوماندان چې هغه پخوا د دوی مخالفین وو بیرته خوشې کړل، خو افغان لوري ته یې تسلیم وه کړل.»

رحمت الله نبیل وايي، چې اوسنیو چارواکو د ډیورنډ کرښې پر سر له پاکستان سره معاملې کړي دي او له همدې امله د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د تحرکاتو پر وړاندې جدي غبرګون نه شي ښودلی او یوازې د بهرنیو چارو وزارت نرم موقف څرګندوي: «دوی معامله کړې، ما مخکې هم ویلي وو، ډېرو ځایونو کې دیو مخته راغلي دي، د درېوو دروازو پر ځای اووه دروازې ورسره منل شوي دي او په دې کې متاسفانه هغه ټیم چې له شبږو کلونو راهیسې د حکومت په مختلفو ځایونو کې وظیفه لري په کې شریک دي، د بهرنیو چارو وزارت دا جرات نه لري چې راشي په دې مسئله کې جدي موقف ونیسي، ځکه دوی ویره لري چې که چیرته دوی دغه موقف نیسي او ګویا د افغانستان د ولس احساسات راپاریږي، په دې صورت کې به پاکستان اصلي سند مخته اچوي، چې وروره په دې ځای کې دې دا معامله راسره کړې او پاکستانیانو څو څو وارې دې ته اشاره کړې.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق