خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

د کورونا له امله مجیب الرحمن روغتون ته انتقال شوی دی

د افغانستان وتلی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن په کورونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د آسترالیا کوینز لنډ روغتون ته انتقال شوی دی. مجیب څه موده وړاندې د آسترالیا په سوداګریز لیګ کې د ګډون له پاره آسترالیا ته تللی وو. د افغانستان د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی او په نړۍ کې د ورو توپ اچونې دوهم مقام لرونکی مجیب الرحمن په آسترالیا کې روغتون ته انتقال شوی دی.

د راپورونو پر اساس هغه په کورونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د آسترالیا په کوینزلنډ روغتون کې تر درملنې لاندې دی. مجیب الرحمن څو ورځي مخکي له یو شمیر نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای، د استرالیا په سوداګریز لیګ کې د لوبیدو لپاره دغه هیواد ته تللی. وروسته له هغې چې په مجیب الرحمن کې د ناروغۍ ځینې نخښې ولیدل شوې، هغه د درملنې لپاره یاد روغتون ته انتقال شو.

دویچه ویله لیکي، مجیب الرحمن به ښايي د کورونا له کبله، د بیګ باش لیګ په سیالیو کې په لومړیو دوو لوبو کې له ګډونه محروم شي. د کوینزلنډ د کریکټ مشر ټیري سوینسون ویلي دي چې اوس اساسي موضوع د مجیب روغتیا ده. د هغه په خبره، هغه یو ځوان دی چې له کوره هم لیرې دی او موږ به دا ډاډه کړو چې د هغه سمه پالنه وشي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق