خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

حامد کرزی: د سولې د راتګ لپاره له ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ کوم

د جګړو له پای سره سم به افغانان په رښتینې توګه د خپل هېواد واګې په لاس کې واخلي. پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د ملي مصالحې عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغانان سوله غواړي او دا هیله یې باید پوره کړل شي.

هغه وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا جوړولو یو غوره اقدام دی او باید ټول غړي یې د سولې د راتګ لپاره هڅې وکړي. حامد کرزي زیاته کړې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لورو ژر تر ژره یوې هوکړې ته د رسېدو غوښتنه کوي او تمه لري چې دوی په افغانستان کې د جګړو پر ختمولو هوکړې ته سره ورسېږي.

حامد کرزي زیاته کړه چې افغانان دمګړی د یوې پردۍ دسیسې له امله په خونړیو جګړو کې ښکېل دي او همدا چې سوله راځي، نو افغانان به په رښتینې توګه د خپل هېواد واګې په لاس کې واخلي.

نوموړي همدا راز د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د افغانستان د سولې پروسه او دغه راز په دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي له پرېکړو او دريځ ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق