خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

د موقت حکومت د رامنځته کیدو احتمال

د انتقالي حکومت موضوع د امریکايي چارواکو له لوري په بیلابیلو الفاظو یاده شوې ده

شهزاده مسعود: داسې معلومات شته چې ولسمشر وړاندیز کړی، څو د موقت حکومت مشري ورکړل شي، خو فکر نه کوم چې پر ده دې توافق وشي

په دوحه کې د دواړو مذاکراتي ټیمونو له لوري له هوکړې وروسته داسې ښکاري چې د نوي موقت یا انتقالي حکومت د جوړیدو موضوع مطرح شوې ده. دغه موضوع په ځانګړې توګه د امریکايي چارواکو په خبرو کې په بیلابیلو الفاظو یاده شوې ده.

افغانستان کې د ګډ حکومت جوړیدو په اړه د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې مشر ترڅرګندونو وروسته اوس د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د مصالحې عالي شورا د واک د ویش لپاره، د اورند اعلانولو لپاره او سیاسي حل لارې نقشې لپاره یو باصلاحیته بنسټ دی.

خلیلزاد په خپلو تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې دا شورا د سولې په پروسه کې د سیاسي حل‌لارې د سیاسي نقشې جوړولو، د واک ویش او اوربند ټینګښت لپاره با صلاحیت اورګان دی. نوموړي ویلي: «د طرزالعمل تر نهايي کیدو وروسته اوس دواړه ټیمونه د مذاکراتو یوه بل حساس پړاو کې دي. د مصالحې عالي شورا له لومړنۍ ناستې هرکلی کوو. دغه شورا د سیاسي حللارې نقشې جوړولو لپاره، د واک ویش لپاره او د اوربند د ټنګښت برخه د افغانستان اسلامي جمهوریت یو باصلاحیته اورګان دی.»

د سولې له پروسې باخبره کسان وايي، د مذاکراتو پر طرزالعمل باندې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب استازو تر توافق وروسته اوس د مذاکراتو دوهمه او حساسه مرحله رارسیدلې چې موقت حکومت او سیاسي ترکیب مسایل به په کې مطرح شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی سلاکار طارق فرهادي کابل نیوز ته ویلي: «په دوحه کې په راتلونکو پنځه دیرشو ورځو کې امکان لري چې د افغانستان د سولې لپاره یوه د لارې نقشه باندې توافق وشي، خو د سولې د لارې په دې نقشه کې د طالبانو له لوري یو رکن به د افغانستان د اوسني ولسمشر استعفا وي.»

شنونکي وايي، چې ولسمشر غني اوس په دې پوهیږي چې موقت حکومت راتلونکی دی او په دې شرط د موقت حکومت له جوړیدو سره مخالفت نه کوي، چې مشري یې ده وسپارل شي او ظاهراً ویل کي چې نوموړي په دې هکله خپله طرحه د پاکستان لومړي وزیر ته سپارلې هم ده، څو د اسلام آباد ملاتړ ورته تر لاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اسحق ګیلاني وايي: «طالبانو تل ویلي چې که چیرته څوک اوربند غواړي، نو لومړی باید موقت حکومت رامنځته شي. دا یو ستر جنجال دی، پر دې باید یو ښه فکر وشي چې لومړیتوب کوم لري چې اوربند که موقت حکومت.»

پخوانی سلاکار وزیر شهراده مسعود وايي: «که څه هم ظاهراً دی(ولسمشر) د موقتې ادارې سره مخالفت کوي، خو ځینې معلومات دي چې ده خپله هم وړاندیز کړی چې که چیرته موقته اداره جوړیږي، نو دی دې په سر کې راشي، زه فکر نه کوم چې پر ده باندې دغسې ملي توافق د طرفینو راشي چې دی د موقت حکومت مشر شي.» دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون د موقت حکومت په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې په نظام کې باید انقطاع رامنځته نه شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق