خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

کندهار کې موټربم چاوندې ۳ کسان وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزی وايي، وسله‌والو طالبانو پرون سهار د ارغستان ولسوالۍ «صوفیانزو» سیمه کې هاموې ټانک څخه په ګټې اخیستو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید کړی. د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان نور دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد ولي‌زاده وايي، په يوه وسله‌وال بريد کې د ګمرکونو د قطعې دوه سرتېري او يو ملکي کس وژل شوي دي. د نوموړي په وينا، دا پېښه شنبه سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې کله موټرسايکل سپرو وسله‌والو پر يوه کرولا ډوله موټر ډزې وکړې.

بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي؛ خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي. د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق