خبرهای مرتبط

جمع

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

د طالبانو د امتیاز غوښتنې سیاست

امریکا وايي، چې طالبانو ورڅخه د اووه زره نورو زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې. په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیر په هیواد کې د تاوتریخوالي کچې لوړوالي ته په اشاره ویلي چې داسې نه شي کیدای چې د دوحې هوکړه نمیګړې عملي شي، بلکې هره برخه یې له بلې سره تړلې ده چې باید ټولې عملي شي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، ځکه دا هم د دوحې د هوکړې یوه برخه ده.

د طالب زندانیانو خوشې کیدل په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په هیواد کې تاوتریخوالی فوق العاده زیات شوی او د ولایتونو ترڅنګ آن د هیواد پلازمینه کابل هم امن نه دی او وخت ناوخت په کې ترهګریزې پېښې او هدفي ونې ترسره کیږي. دغه وضعیت د طالب بندیانو د ازادولو په اړه عامه ذهنیت خراب کړی او اوس افغانان په دې باور دي چې د دوحې تړون ته د طالبانو جدي نه پاپندي د دې سبب شوې چې د سولې پر پروسې شکونه راپورته شي او پر دې پروسه باور راټیټ شي.

طالبان باید د دوحې د هوکړې د عملي کیدو په برخه کې لومړی له خپل اړخه اقدامات وکړي او په هیواد کې تاوتریخوالی کم کړي. په داسې حال کې چې هم د سولې خبرې روانې دي او هم جګړې شدت موندلی، خلک نه پوهیږي چې څه وکړي او څه لوبه روانه ده. که چیرته هدف سوله وي، نو بیا خو هیڅ افغان د دې پلوي نه دی چې د یاد هدف لپاره دې یو طالب زنداني هم په بند کې پاتې شي، اما مهمه دا ده چې د سولې روانې پروسې باید د امریکایانو په ګډون هم افغان دولت او هم طالبان ژمن وي.

په دې پروسه کې تر اوسه هم د طالبانو پر رښتینوالۍ باور نه دی رامنځته شوی او حکومت هم د طالبانو له دغه ډول دریځه په استفاده غواړي د سولې پروسې پر وړاندې لا زیات موانع راپورته کړي، ترڅو د موجودو چارواکو د واک موده پوره شي، اما طالبان تر هر څه مخکې چې له امریکا او افغان حکومته د پاتې نورو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي، لومړی باید د خپلو پخوانیو پنځه زره خوشې شویو زندانیانو په اړه هم یو حساب کتاب وړاندې کړي، چې په رښتیا هم خوشي شوي کسان د جګړې ډګر ته نه دي ستانه شوي، ځکه حکومت ویلي وو چې ډیری خوشې شوي طالب زندانیانو بیرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

تر اوسه چې د سولې کومه پروسه مخته تللې ده، له دواړو بلکې له درې واړو لوریو ضمانتونه نه شته او هر لوری هڅه کوي رندي وکړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي. نه طالب د سولې پر راتلو د باور درلولو شین څراغ ښودلی، نه حکومت او نه هم امریکا پر دې پروسه د افغانانو د باور را جلبولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي نه دي.

طالبانو تر اوسه هڅه کړې چې خپل بندیان ازاد کړي، خو په ورته مهال یې د کابل ښار تر زړه ځان رارسولی، ترڅو ویره خپره کړي او د فرصت د برابریدو په صورت کې لوبه د ځان په ګټه وڅرخويي، ولو که هغه د روانې پروسې د ناکامیدو په بیه هم تامه شي، خو چې قدرت تر لاسه کړي.

حکومت خو له لومړي سره د سولې د روانې پروسې مخالف و او لا هم له روان بهیره ناخوښه دی او له همدې امله وخت نا وخت ستونزې جوړوي. درېیم اړخ چې امریکایان دي، دوی هم د سولې په برخه کې هغه لازمه همکاري نه ده چې د یوه حساب او کتاب پر اساس دغه بهیر مخته تللی وای. پنځه زره بندیان د همدوی د فشار په پایله کې ازاد کړل شول، اما نه طالبانو له جګړې لاس واخیست نه هم د سولې فضا رامنځته شوه، بلکې جګړې لا شدیدې او دښمنۍ لا تازه شوې، چې امریکا باید د دغه کار ځواب ووايي.  

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق