افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو په طرزالعمل کې او کابل اعلامیه کې لادمخه عملاً د نظام تغییر منلی دی.
د امریکا او طالبانو د توافقنامې په مقدمه او درېیمه برخه کې په واضح ډول د جمهوریت کلمې له یادولو پرته ذکر شوي چې د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر سیاسي جوړجاړي وروسته به نوی اسلامي حکومت رامنځته شي.
د امریکا او طالبانو د دوحې تړون کې «د امریکا او طالبانو د دوحې تړون، د تلپاتې سولې لپاره د افغان ولس غوښتنه، د تلپاتې سولې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه او د تلپاتې سولې لپاره د دواړو مذاکراتي ټیمونو ژمنتیا» راغلي دي.
خو د دوحې توافقنامې په مقدمه او درېیمه برخه کې په واضح ډول راغلي دي چې د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته به یو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي. په دغه متن کې د جمهوریت ذکر هیڅ نه دی شوی: «په دې توافقنامه کې به د افغانستان اسلامي امارت ـ چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه په رسمیت نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پيژني ـ مسوولیتونه په هغو سیمو کې وي چې د دوی تر ولکې لاندې دي، تر هغو چې د بین الافغاني ډیالوګ او جوړ جاړي وروسته نوی افغان اسلامي حکومت جوړ شي.»
همدا شان د دې توافقنامې د درېیمې برخې په دوهمه ماده کې راغلي چې له مذاکراتو او سیاسي جوړجاړي وروسته به د رامنځته کیدونکي اسلامي حکومت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ اړیکې به مثبتې وي. «متحده ایالتونه او د افغانستان اسلامي امارت ـ چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه په رسمیت نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پيژني ـ له یو بل سره مثبتې اړیکې غواړي او هیله لري چې متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې ترجوړجاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت ترمنځ اړیکې مثبتې وي.»
په همدې ډول د افغانستان دولت، امریکا او ناټو سازمان ترمنځ په ګډه اعلامیه کې د دوحې تړون د سولې خبرو لپاره زمینه ساز بلل شوی دی، هغه څه چې د مذاکراتو د اساس په توګه د دوحې تړون په منلو سره افغان حکومت عملاً د نظام بدلیدل منلي دي.
شنونکي وايي، افغان حکومت د سولې بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل او کابل اعلامیه کې عملاً د نظام د تغییر موضوع منلې ده.
عبداللطیف نظري کابل نیوز ته وايي: «هغه توافق چې په دوحه کې شوی، چې باید یوه نوې اداره یا یو اسلامی نظام چې نه به امارت وي نه جمهوریت وي، جوړ شي. واقعیت دا دی چې د افغانستان حکومت د طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو په اړوند تر فشارونو لاندې و، اوس هم په سیمه ییز کچه او نړیواله کچه دغه فشارونه زیات شوي دي او زه فکر کوم چې هم د طالبانو زندنیان خوشې کیږي او هم اسلامي حکومت چې د طالبانو او افغان امریکا ترمنځ یې ورباندې توافق شوی وو، هغه هم د عمل جامه واغوندي.»
افغان حکومت په داسې مهال په غیر مستقیم ډول له سیاسي جوړجاړي وروسته د نظام له تغییر سره توافق کوي چې ویل کیږي د متحده ایالتونو حکومت د افغان سولې له روان پڅ بهیره ستومانه دی او د جوبایډن ټیم ټنیګار کړی چې د امریکا اوسنی حکومت دې د قدرت تر انتقاله د افغان سولې بهیر نتیجې ته ورسوي.