خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د کابل ښار د نا امنیو اصلي عوامل

په کابل کې د تروریستي او جنايي پېښو له زیاتوالي سره چې کله د دې ښار امنیتي چارې د ولسمشر لومړي مرستیال ته وسپارل شوې، تمه دا وه چې د ښار وضعیت به ارام شي، اما لیدل کیږي چې د کابل امنیت لا هم نه دی ښه شوی. پرون د کابل ښار په بیلابیلو سیمو شاوخوا لس توغندي وویشتل شول چې په کې یو تن ووژل شو او یو شمیر نور ټپیان شول. د دې ترڅنګ په پنځمه، شپږمه او لسمه امنیتي حوزه کې هم په بیلابیلو جنايي پېښو درې تنه وژل شوي دي. د دې ترڅنګ پر خواله رسنیو ځینې نور راپورونه هم شته چې له یو شمیر هیوادوالو څخه غلو پیسې او مبایلونه هم اخیستي دي.

اما ولې د کابل ښار امنیتي وضعیت نه ښه کیږي؟ دا پوښتنه مو ځکه مطرح کړه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د شپږنیمو بجو امنیتي ټیم هڅو هم نتیجه نه ده ورکړې او د کابل ښار لا هم تر لوړو امنیتي او جنايي ګواښونو لاندې دی. تر دې وړاندې تمه دا وه چې د صالح په مشرۍ امنیتي ټیم به د کابل د امنیت د ښه والي لپاره د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د دې ښار امنیتي وضعیت بهتر کړي، اما د دوی هڅې هم د اوبو پر مخ د نقش کاږل دي. اما علت یې څه کیدای شي؟

د پورته پوښتنې د ځواب لپاره دومره ویلی شو چې د کابل امنیتي وضعیت یوازې د کابل په مسایلو پورې نه شي محدودیدای، بلکې د دې ښار امنیتي وضعیت د دې ښار د ولسوالیو او څنګلورو ولایتونو له امنیتي وضعیت سره هم نیغ په نیغه اړیکه لري. له بده مرغه چې د کابل ښار ولسوالۍ دمګړۍ د نا امنیو له اندېښمنوونکې او ویروونکې څپې سره مخ دي او دمګړۍ د دې ولایت اکثریت ولسوالیو کې د شپې له خوا حاکمیت د وسله والو طالبانو په لاس کې دی. د کابل ښار د څنګلورو ولایتونو وضعیت بیا تر دې هم خراب دی او د میدان وردګو په مرکز میدان ښار او جلریز او نرخ ولسوالیو کې چې د کابل له ولایت سره ګډه پوله لري، طالباني امارت حاکم دی او ټولې فیصلې هغوی کوي. د لوګر د وضعیت هم عین کیسه ده. کله چې کابل ښار د یوې جزیرې په توګه وي چې شاوخوا ټولې سیمې یې پوره نا امنیه او د دښمن تر ولکې لاندې وي، دا به ډېره سخته وي چې په داسې وضعیت کې د ښار د امنیت د تامین هڅې نتیجه ورکړي، ځکه جنایتکاران له وسله‌والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او هر قتل او ترور ورته د پیسو په مقابل کې ترسره کوي.

زموږ په باور د کابل ښار د امنیت د ټینګولو لپاره د موجودو هڅو ترڅنګ د شپږنیمو بجو ټیم هڅې دې یو څه نورې هم پراخې شي او د دې ولایت د ولسوالیو په ګډون په څنګلورو ولایتونو کې دې هم امنیتي چارې وڅېړل او داسې عملیات دې وشي چې سیمې د دولت تر بشپړ کنټرول لاندې راوستل شي. هلته دې د بیا رغونې چارې ترسره شي او د سیمو د ولسونو ملاتړ دې خپل کړل شي، غیر له دې هیڅ لاره نه شته، که داسې ونه کړي د کابل ښارایانو هدفي وژنې به همداسې ادامه پیدا کړي او ممکن زیاتې هم شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق