خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

کابل ته د افغان دولت د مذاکراتي ټیم راستنیدل

ایزدیار: دواړو ټیمونو د شلو ورځو رخصتیو په کولو سره نامسوولانه عمل کړی دی

د افغان دولت مذاکراتي تیم روانه اوونۍ کابل ته راځي. دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له لوري د شلو ورځو لپاره د وقفې تر اعلان وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په پام کې د افغان اسلامي جمهوریت مذاکراتي تیم د لا زیاتو سلا مشورو لپاره کابل ته راشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په دوحه کې دواړو مذاکراتي تیمونو خپل کار لومړی پړاو بشپړ کړی دی او په پام کې ده روانه اوونۍ کابل ته راشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله ډاکټر عالمه وايي: «افغانستان دولت هیات ممکن په دې اونۍ کې کابل ته راوګرځي، او د شلو ورځو لپاره به یو وقفه راشي. موږ هڅه کوو چې دغه سلا مشوروې د مذاکره کوونکي هیات په حضور کې ترسره کړو.»

په ورته مهال د افغانستان د دولت د مذاکراتي ټیم غړې حبیبه سرابي وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طرزالعمل د نهايي کیدو سربیره د اجنډا پر موضوعاتو او عناصرو خبرې شوي او ټاکل شوې ده چې د شلو ورځو په وقفه کې د افغان دولت له چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره د مذاکراتو راتلونکو پړاوونو په اړه سلام او مشورې وکړي.

آغلې سرابي زیاتوي: «په دې وخت کې چې پر اجنډا باندې بحثونه شوي دي. دا اساسي موضوعات دي چې د دولت رهبري هیات او سیاسي قشر مشورو ته اړتیا لري. له همدې امله ده چې هیات د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د لا زیاتو مشورو او د ګډ نظر او لیدلوري د تر لاسه کولو لپاره کابل ته ځي، ترڅو د سولې راتلونکي پړاوونه د مشرانو د نظریاتو او لیدلوریو په رڼا کې مخته یوسو.»

په ورته مهال د طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د دوی پلاوی هم له خپلو مشرانو سره د مذاکراتو د تیر جریان په تړاو خبرې کوي او د راتلونکي پړاو په اړه به هم ورسره سلا او مشورې وکړي.

که څه هم ویل کیږي چې امریکايي چارواکي د کرسمس په رخصتیو تللي او دواړو مذاکراتي ټیمونو هم له همدې امله شل ورځې وقفه اعلان کړې، خو د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړي وايي چې دا شل ورځې وقفه د رخصتي په هدف نه ده اخیستل شوې، بلکې په دې موده کې د مذاکراتو تیر جریان او راتلونکو پړاوونو په تړاو سلا مشورې کوي.

د ملي شورا غړي وايي، په داسې حال کې چې به افغانستان کې عملاً جنګ روان دی، شل ورځې رخصت د مذاکراتي تیمونو مسوولیت نه منل ښيي. د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وايي: «دا د دواړو ټیمونو مسوولیت نه پیژندل ښي، مسوولیت نا شناسي یې وکړه. د شلو ورځو لپاره رخصت کوي چې هیڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق