خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

وکیلان: د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې، دواړه لوري دې اوربند وکړي

د ولسي جرګې غړي وایي حکومت او طالبان دواړه له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي. د ولسي جرګې غړو د پرونۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده او پر دواړو لورو یې غږ کړی چې جګړې کمې کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

د ولسي جرګې غړو د کندهار په ارغنداب کې د تېرې ورځې برید ته چې یوولس ملکي وګړي پکې وژل شوي په اشاري ویلي، دغه برید جنګي جنایت دی او باید د پېښې هر اړخیزه پلټنه وشي. دوی همدا راز د کندهار په ځینو ولسوالیو کې وروستۍ نښتې هم د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې د ژمي په دې سړو ورځو کې زرګونه کسان په ګڼو ولسوالیو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

وکیلانو همدا راز ویلي دواړه لوري دې ژر تر ژره جګړه کمه کړي او همدا راز یې ویلي چې که پر وخت له اړو خلکو سره مرسته و نه شي نو ښایي بشري ناورین رامنځ ته شي نو ژر تر ژره دې جګړې ودرول شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق