خبرهای مرتبط

جمع

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

توماس وست بعد از گفت‌و‌گو با مقامات هندی به امارت می‌رود

توماس وست، نمایندۀ ویژۀ آمریکا برای افغانستان، فردا (دوشنبه،...

وزارت خارجۀ پاکستان قصد خروج کارمندانش را از سفارتش در کابل ندارد

پس از حملۀ روز جمعه بر سفارت پاکستان، اسلام‌آباد در نظر ندارد که کارمندانش را از سفارت این کشور در کابل بیرون بکشد.

اروپايي ټولنه: د تاوتریخوالي دوام د سولې خبرو ته زیان رسوي

په قطر کې د درې اونیو لپاره د سولې د مذاکراتو له ودرولو سره هم‌مهاله اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولان کوبیا په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي په ځانګړي ډول هدفي وژنو په تړاو اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د مذاکراتو له ودرولو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ هم ودرول شي.

ښاغلي کوبیا په خپل ټویټر کې لیکلي که وضعیت په همدې ډول روان وي «نور نو دلته جګړه او خبرې نه کیږي، بلکې یوازې جګړه به وي. دا د افغانستان د سولې تنکی بهیر نور هم ستونزمن کولی شي.»

د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو د ډسمبر په ۱۲مه په یوې ګډې اعلامیې کې د ۲۰۲۱ د جنوري تر پنځمې د مذاکراتو د ودرولو خبر ورکړ. د سولې د مذاکراتو پر اجنډا لا زیات بحث او سلامشورې د سولې د خبرو د ودرولو لامل بلل شوی دی.

په ورته مهال امریکا غږ لیکي چې د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني وړمه ورځ د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس له مشرې نانسي پلوسي او د مجلس له یو شمېر استازو سره د افغان سولې د بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

د تاوتریخوالي د دوام په تړاو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې جمهور رئيس غني په افغانستان کې دننه د سولې د مذاکراتو د بل پړاو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق