په وروستیو کې د افغانستان د تاسیساتو د نړولو لړۍ پیل شوې ده. پرون په پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې یو پُل پر بمونو الوځول شوی دی. تر دې وړاندې هم ګڼ پلونه، پلچکونه، سړکونه او نور تاسیسات په بمونو الوځول شوي دي. دا لړۍ په وروستیو اوونیو کې خورا ګړندۍ شوې ده، چې له امله یې هم افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي او هم له دې وضعیت څخه سخت په اندېښنه کې دي.
د هیواد د دښمنانو د بریدونو وروستۍ څپه د ځاني زیان ترڅنګ، پراخ مالي تاوانونه هم له ځانه سره لري او په کومه ولسوالۍ او یا هم ولایت کې چې موټر بم برید شوی، د هغې سیمې تاسیساتو ته پراخ تاوانو اوښتي دي. ډیری ودانۍ او بنسټونه یا کاملاً محوه شوي او یا هم داسې نړیدلي دي چې د بیرته جوړولو نه دي. هر موټر بم یوه پراخه سیمه لړزوي او ودانۍ یې نړوي، چې دا په ټوله کې د افغانستان تاسیساتو او عامه شتمنیو ته بنیادي تاوان اړول او ضربه رسول دي.
افغانانو له شوروي اتحاد سره د مجاهدینو د جګړو او تر هغه وروسته د مجاهدینو د حاکمیت پر مهال د ګڼو تاسیساتو د نړیدو او محوه کیدو ګڼې تجربې لیدلي دي. د کابل ښار د مجاهدینو ترمنځ د داخلي جګړو پر مهال لوټه لوټه شو او له کنډوالو پرته پکې د اوسیدو ځای نه و پاتې. د ځینو کنډوالو نښې تر اوسه پاتې دي. د کابل دارالامان ماڼۍ د یادو جګړو یوه بیګله وه چې تر دوه کاله مخکې کنډواله وه.
اوس چې جګړه مارو د عامه تاسیساتو د ړنګولو لپاره مټې رانغاړلي دي، افغانانو ته د وراني او دربدرۍ هغه پخواني کلونه ورپه یادوي. له شک پرته چې په دغو بریدونو کې هیڅ وطندوست افغان لاس نه شي لرلی. څوک چې په عامه ځایونو او ښارونو کې قوي موټر بمونه کوي افغانان نه دي او که افغانان دي هم د پردیو مزدوران دي، چې د خپل اولاد او کونډې بورې ملي شتمني له منځه وړي.
په وروستیو کې د طالبانو د جنګیالیو له لوري د عامه تاسیساتو ړنګولو او یا هم لوټلو دا اندېښنې راپورته کړي چې نهشي افغانسان یو ځل بیا د خپل تاریخ تر ټولو ترخې او تیارې شیبې بیا تجربه کړي او ټول عامه او دولتي تاسیسات یې ړنګ او ولوټل شي. موږ ته خو د دغه شان سناریو تصور کول هم سخت دي، پاتې لا دا چې افغانان عملا د سر پر سترګو دغه حالت ګوري، خو هیڅ هم نه کوي.