خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

بشري حقونه: د جګړې ښکېل لوري دې د تلپاتې سولې لپاره اوربند وکړي

د بشري حقونو کمیسیون په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل غښتلی کړي.

دغه کمېسیون یاده غوښتنه د سپټمبر ۱۸مې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې کړې ده. سرچينه زياتوي، د کمېسيون موندنې ښيي چې د کډوالۍ د موجوديت لاملونه چې ډېر يې له جګړې را ټوکېدلي دي، لا هم په هېواد کې پاتې او زيات شوي دي او د تېر په پرتله د کډوالو شمېر د اندېښنې وړ زيات شوى دى.

 سرچينه کاږي، کمېسيون د افغانستان له دولت، په ځانګړي ډول د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړي چې له حقوقي او ډيپلوماتيکو وسيلو په استفادې د کډوالو لپاره د مطلوبو شرايطو او فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې جدي هڅې او د هغوى د حقونو دفاع وکړي.

د خپرپاڼې په حواله، کمېسيون د جګړې دوام د بشري حقونو د نقض او د افغانانو د کډوالۍ اصلي لامل ګڼي؛ نو پر دې اساس د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل تقويه کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق