نشنل اینټرسټ نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان د سولې مسئلې ته کتنه کړې ده. د سرچینې په خبره په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي، د بېځایه شوو خلکو شمېر لوړ شوی دی او ملکي تلفات هم لوړ دي، نو ددې اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره د سولې په برخه کې یوه توافق ته سره ورسېږي.
د سرچینې په خبره په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په نیت باید همه شموله او ټولو لورو ته د منلو وړ مذاکرات پر مخ یوړل شي. نشنل اینټرسټ لیکي، چې په دې مذاکراتو کې باید د اقلیتونو، مېرمنو، ماشومانو او جګړو د قربانیانو حقوق خوندي شي او تر څنګ یې دې ددوی نظریات هم واورېدل شي. سرچینې هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره مثبتې پایلې ته ورسېږي.