د پروان سیمه ییزو چارواکو پر بګرام هوايي ډګر د پنځو راکټي بریدونو خبر ورکړی دی. د چارواکو په وینا دغه راکټي بریدونه شنبه سهار وختي شوي دي.
د پروان ولایت ویاندې وحیدې شهکار امریکا غږ ته ویلي چې ۱۲ راکټونه په یوه «سوزوکي» موټر کې ځای پر ځای شوي و چې پنځه یې پر بګرام هوايي ډګر ویشتل شوي او ۷ نور شنډ شوي. میرمن شهکار ونه ویل چې دا راکټونه د بګرام د هوايي ډګر په کومو سیمو کې لګېدلي دي. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې راکټونو د توغولو ادعا نده کړې.
بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له تر ټولو ستره پوځي اډه چې اکثریت په کې امریکایي ځواکونه میشت دي. تر دا مهاله په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو پر بګرام هوايي ډګر د توغول شوو راکټونو په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه پر بګرام هوايي ډګر د راکټي بریدونو مسوولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
په روانه میاشت پر کابل ښار هم په راکټي بریدونو کې چې په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر په شاوخوا کې ولګیدل، یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.