د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزارت پخوانۍ وزیرې سیما سمر ویلي خوشاله ده چې ولسمشر څارنوالۍ ته نه ده ورمعرفي کړې. د نوموړې په خبره ولسمشر له دندې په لرې کولو دې ته ازادي ورکړې ده، خو بیا هم خوشاله ده چې ولسمشر څارنوالۍ ته نه ده ورمعرفي کړې.
هغې تر دې وړاندې ویلي وو چې له دې سره تر مشورې پرته ولسمشر د بشري حقونو په برخه کې ددولت وزارت لغوه کړی دی.