مخکیني ولسمشر حامد کرزي په طالبانو غږ کړی، چې د پردیو له اغېزې دې ځان وباسي او اوربند ته دې تیار شيکرزي له عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د لسیزو جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرې په رښتیني ډول مخته وړل دي، نوموړي په افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې سوله او اوربند دې وکړي او د هېواد په جوړېدو کې دې له نورو سره برخه واخلي. کرزي همداراز ویلي، چې افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې دې له احتیاط څخه کار واخیستل شي. مخکیني ولسمشر په داسې مهال دا خبرې کوي، چې پرون د امریکا دفاع سرپرست وزیر افغانستان ته په نا څاپې سفر راغی او له ولسمشر غني سره یې په ارګ کې لیدنه ترسره کړه