خبرهای مرتبط

جمع

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: ‘پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې’

په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما"...

حکومت سرپرست: زمین‌های غصب‌شدۀ هندوها به آن‌ها بازگردانده می‌شود

سهیل شاهی، رئیس دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر...

د کابل ښار د امنیتي وضعیت خرابوالی او احتمالي سناریوګانې!

د کابل د امیني وضعیت له خرابیدو وروسته چې کله د دې ښار امنیتي مسوولیت د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر غاړه شو، ښار اوس هره ورځ د جنايي، امنیتي او ترهګریزو پېښو شاهد وي. په وروستیو دوه میاشتو کې کابل ښار د هدفي وژنو، چاودنو او راکټي بریدونو اصلي هدف ګرځیدلی او هر سهار او ماښام زموږ خلک د خونړیو پېښو شاهدان وي. د سې شنبې په ورځ په اوومه ناحیه کې د څرخي پله زندان د روغتیاپالانو موټر په نښه شو، چې په څو تنه ډاکټران ووژل شول او  پرون هم افغانستان یو بل مهم کدر له لاسه ورکړ. یوسف رشید د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د دندې په لور روان و چې ترور شو. دغه وضعیت ښاریان سخت اندېښمن کړي دي.

اوس پوښتنه دا چې د پلازمینې کابل امنیتي وضعیت ولې دومره خراب شو او ولې یې مخه نه نیول کیږي؟ دوه فرضیې مطرح دي: لومړی یا خو دښمن واقعاً دومره پیاوړی دی چې امنیتي بنسټونه یې په مهارولو کې عاجز دي او یا هم روانې نا امنۍ او وژنې د پلیتې لوبې برخه ده. دواړه سناریو ګانې خطرناکې او خونړۍ دي.

که چیرته د کابل امنیتي وضعیت دومره خراب وي چې د امنیتی بنسټونو له وسه پورته وي، بیا خو د خلکو اندېښنې پر ځای دي. که وضعیت په رښتیا هم همدمره خراب وي، لرې نه ده چې د کابل ښار په ټولو حوزو کې ترهګر او د نظام مخالفین مخکې له مخکې ځای پر ځای شوي وي. کابل ښار دمګړۍ له همدغسې یوې سناریو سره مخ دی، چې هر سهار او ماښام یې ښاریان وژل کیږي او امنیتي ادارې یوازې مړي او ټپیان تر روغتونه رسوي او د قربانیانو له خپلوانو سره یې د پيژندنې په برخه کې مرسته کوي، چې دا سناریو ډېره خطرناکه او اندېښمنوونکې ځکه ده چې په یوه عادی ګډوډۍ سره وسله وال طالبان ښار تر کنټرول لاندې راوستلی شي. د پېښو زیاتوالی یوه اندېښنه او منظموالی یې بله، چې دا ټول ځانته معنا او مفهوم لري چې چارواکي باید ورباندې ځانونه اګاه کړي.

دوهمه سناریو دا کیدای شي چې بمونه، هدفي بریدونه، چسپکیان او راکټونه د کابل وضعیت د خراب ښودلو او په دې طریقه د طالبانو پر وړاندې د لیکو د قوي کولو او د ولس او نړیوالو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره وي، دا بیا بل ډول پلیته لوبه ده چې بیا هم قرباني زموږ له عامو او بې ګناه خلکو اخیستل کیږي او بله دا چې د سولې د روانو هڅو پر وړاندې دسیسه هم ده چې په دیموکراتیکو نظامونو کې ځای نه لري، خو اوس د قدرت وږیو دغې خوا ته مخه کړې چې ترډېره د مستبدو نظامونو کار دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق