بهرنیو چارو وزارت د هغې ویډیو په غبرګون کې چې په کې د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر، په پاکستان کې ددې ډلې د غړو په یوه ټولنه کې خبرې کوي اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه ویډیو کې چې درې ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ملا برادر د کراچۍ د ښار په یو روغتون کې د طالب ټپیانو د لیدنې وروسته طالبانو ته وایي، چې ټول مشران يې پاکستان کې دي او د ټپیانو درملنه يې په هېواد کې ناممکنه ده
. د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پاکستان ته د طالب استازو سفر هم هیله بخښونکی او هم د اندېښنې وړ دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پاکستاني مشرانو سره د طالبانو د پلاوي کتنې ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په لور عملي ګامونه پورته شي.