د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پلازمېنې کابل د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د هدفي وژنو د ډېریدو په اړه اندېښنه وښوده.
ښاغلي حکمتیار پرون یوې خبري غونډې ته وویل د کابل امنیتي وضعیت له زغم وتلی او خلک پهخپله باید د ځانونو د امنیت ساتلو لپاره لاس په کار شي. د حزب اسلامي مشر وايي «زموږ وړاندیز دا دی چې د کابل خلک دې پهخپله خپل امنیت تامین کړي.»
ګلبدین حکمتیار وايي، که کابل پر ۳۰ امنیتي حوزو وویشل شي او هره حوزه شاوخوا ۲۰۰ سرتیري ولري نو پلازمېنه کې د امنیتي پېښو او هدفي وژنو مخه نیول کېدای شي.
د حزب اسلامي تر مشر یوه ورځ وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند اجراییوي رییس عطا محمد نور هم د هېواد د امنیتي وضعیت له خرابېدو شکایت کړی و.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم افغانستان کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشاره وايي، د “ترهګریزو” بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي. بي بي سي لیکي چې کابل کې وروستي بریدونه پر افغان چارواکو سربېره ناټو او ملګرو ملتونو هم غندلي دي.