خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

هدفي بریدونه او د افغانانو شکونه!

د سولې خبرو له پيلیدو او د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له لاسلیکیدو وروسته د جګړې ډول په بشپړه توګه تغییر کړی دی. تر دې مخکې د طالبانو له لوري مخامخ بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې، موټر بمونه او یا هم ډله ییز ځانمرګي بریدونه کیدل چې تر یوې اندازې به په کې نظامي او یا هم سیاسي اهداف په نښه کیدل، که څه هم ملکي مرګ ژوبله یې هم لرله او د طالبانو پر دې جنایت هیڅوک هم سترګې نه شي پټولی؛ اما په ټوله کې جګړه د دوه لوریو ترمنځ تعریفیدله، خو په وروستیو کې جګړې خورا پیچلې شوې او تر ډول یې هم بدل شوی دی. دمګړۍ چې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، تر زیاتې اندازې هدفي وژنې، چسپکي ماینونه او قوي موتر بمونه کیږي، چې پراخ تلفات او خسارات یې ملکي او بې ګناه افغانان ګالي.

په تازه کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ـ چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې اصلي لوری بلل کیږي ـ د هدفي وژنو له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او دا بریدونه یې ګواښوونکي بللي. ښاغلي خلیلزاد ویلي، که هدفي بریدنه دوام ولري، دا وضعیت د سولې روان بهیر ګواښي او د بریدونو د دریدو ګواښ یې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار وروستۍ اوونۍ خورا خونړۍ وې. د کابل ښاریانو اصلاً په وروستیو اوونیو کې د ارام ساه وانه خیسته او هره ورځ یې قرباني ورکړه، چې وروسته هغه یې د ښاغلي یوسف رشید تروریدل و چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې په یوه هدف برید کې ووژل شو. د دې ترڅګ د پنجشنبې په ورځ د مدني حقونو یوه  بله فعاله فرشته کوهستاني هم په کاپیسا ولایت کې له خپل ورور سره ترور شوه. دغه وضتیت د افغانانو رواني حالت ځپلی او د راتلونکې په اړه یې سخت اندېښمن کړي دي.

اوس پوښتنه دا چې دغه بریدونه څوک کوي او ولې کوي؟! هره ورځ په کابل ښار کې هدفي بریدونه ترسره کیږي، اما د یوه برید مسوول هم ونه نیول شو؟ دغه وضعیت افغانانو سره د اندېښنو ترڅنګ شکونه هم راپورته کړي چې نه‌شي دا بریدونه د ځینو داسې کړیو له لوري ترسره شي، چې نه‌غواړي د سولې روانه پروسه بریا ته ورسیږي او همدغه د افغان وژنې او مسلمان وژنې روان وضعیت تر کلونو کلونو ادامه پیدا کړي او د دوی ژوند ترې تغذیه شي. دا شکونه هم راپورته شوي چې امریکا، نړۍ او خلیلزاد هم د بریدونو عاملان پيژني، خو مبهم خبرداري ورکوي، چې دا وضعیت تر ټولو خطرناک دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق