خبرهای مرتبط

جمع

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

حملۀ روز گذشته در بامیان شش کشته بر جا گذاشت

وزارت داخلۀ حکومت سرپرست اعلام کرده که شمار تلفات...

درگیری میان نیروهای حکومت سرپرست و مرزبانان پاکستانی 18 کشته و زخمی برجا گذاشت

در نتیجه درگیری‌ میان نیروهای حکومت سرپرست افغانستان و...

مرکچي پلاوی: طالبان د اسلامي نظام په تعریف کې پاتې راغلي دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي، طالبان تراوسه د اسلامي نظام په تعریف کې پاتې راغلي دي او په کلي توګه د شرعي سیاست او نظام په هکله خبرې کوي او نه‌شي کولی چې د دغه نظام جزئیات شرحه کړي.

د مرکچي دغه پلاوي وايي، د طالبانو لیدلوری د لوېدیځو رسنیو د رپوټونو پر خلاف بدلون نه دی کړی او دغه ډله د ښځو، موسیقۍ، هنر، ټاکنو، بیان ازادۍ او بشري حقونو په وړاندې د ۲۵ کلونو پخوا لید لوری لري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي درې میاشتې له طالبانو سره بحثونه لرلې دي او له طالبانو سره ددغه  پلاوي د درې میاشتنیو بحوثونو موندنې دا دي چې دې ډلې تر اوسه په خپل لیدلوري کې بدلون نه دی راوستی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور وايي: «زما اخیستون دا دی چې د طالبانو ذهنیت هماغه د ۲۵ کلونو پخوانی ذهنیت دی. د ښځو، شیعه، ټاکنو، موسیقۍ، هنر او بشري حقونو په هکله د طالبانو لیدلوري کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»     

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وویل: «کله چې تاسې د طالبانو غوښتنې وینئ، دوی سترې او بې‌ځایه غوښتنې لري او پر دې بنسټ اړتیا ده چې له مشرانو او ټولو سیاسي شخصیتونو سره سلامشوره وشي.»

د ښځو د حقونو او آزادیو بحث او دغه راز دغو آزادیو ته د شریعت له مخې د طالبانو لیدلوری هم د سولې په مذاکراتو کې یوه له نانندرېزو مسالو بلل کېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي هم څرګندوي: «هغه اخیستون چې طالبان یې د ښځو له دیني حقونو څخه تعریف لري، هغه ډول دی چې موږ یې په حکومت کې شاهد وو.»

طلوع نیوز لیکي چې طالبان نه غواړي چې په دې تړاو ځواب ولري، خو د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو سره د دې ډلې هوکړې ډېره مهمه بلل کېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د غړي په باور د مذاکراتو په دویم پړاو کې د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو تر ټولو لوی توپیر د راتلونکي نظام ډول او پر یوه اوربند هوکړه ده. طالبان د نظام پر ډول له هوکړې وروسته د اوربند ټینګښت مني؛ خو د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی غواړي چې لومړی اوربند وشي او وروسته د نظام د ډول په تړاو بحث پېل شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق