خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

کابل کې څلور چاودنې؛ څلور کسان وژل شوي څلور ټپیان دي

د شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل د څلورو مختلفو امنیتي حوزو له اړوندو سیمو د مقناطیسي ماینونو د چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي. عامې روغتیا وزارت ويلي په دغو چاودنو کې څلور کسان وژل شوي او په همدې شمېر ټپیان دي. پولیسو په دغو پېښو کې د دوه کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و. وروستۍ چاودنه شاوخوا ۹ بجې د دهبوري سیمې شهید څلور لاره کې د پولیسو پر یوه رېنجر موټر شوې ده.

امنیتي سرچینو ویلي دې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي کس ټپي دی. کهیځ تر دې وړاندې د اتمې امنیتې حوزې اړوند حضوري چمن سره، د شپږمې امنیتې حوزې اړوند پُل سوخته ته نږدې او د ۱۹مې ناحیې عزیزي هوتک بازار کې هم چاودنې شوې وې.

چارواکو ویلي د شپږې حوزې چاودنه د فیض محمد کاتب پر سړک د مهمو اشخاصو د ساتونکې ادارې پر موټر شوې او دوه کسان یې ټپي کړي دي. د کابل پولیس وايي، د عزیزي هوتک بازار چاودنه هم د امنیتي ځواکونو پر یوه رېنجر شوې چې دوه سرتیري او یو ملکي کس په کې ټپي شوي دي.

کابل او نورو ښارونو کې په دې وروستیو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي. ترڅنګ یې هدفي وژنې هم کېږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح چې د کابل د ښار د امنیت مسئول هم دی، وايي د مقاطیسي ماینونو چاودنې او هدفي وژنې طالبان کوي. ښاغلي صالح د جمعې پر ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «هغه بمي چاودنې چې څوک یې مسئولیت نه مني، د مدني فعالانو هدفي وژنې د طالبانو د ترور له ۱۱ تاکتیکونه دوه دي، چې د سولې په خبرو کې یې د خپلې پالیسۍ اړوند لري، دوی غواړي د افغانستان د خلکو سیاسي هوډ مات کړي او ناشوني امتیازات ترلاسه کړي. څه چې رښتیا دي باید وویل شي، په دې برخه کې ابهام مرسته نه کوي.»

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي صالح د دغو څرګندونو په ځواب کې بي بي سي ته ویلي، چې دوی پر غیر نظامي کسانو د بریدونو هېڅ پلان نه لري. نوموړی وايي: «زموږ دښمن معلوم دی، تر اوسه هم پر جګړه ټینګار کوي او دغه پېښې په سوله پورې تړاو نه لري.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق