وروسته له هغه چې په کابل کې امنیتی وضعیت خراب شو او خلکو په دې اړه نارضایته وښوده، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د قابو کولو په هدف د دې ښار د پولیسو تشکیل دوه برابره زیاتوي. نوموړي ویلي، موجود شمیر پولیس نه شي کولی چې د کابل ښار امنیت ټینګت کړي. نوموړي ویلي چې دا پروسه به په ډېر جدیت او دقت ترسره کړي.
اما اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د پولیسو د شمیر په زیاتولو سره کیدلی شي چې امنیتي ستونزې رفعه شي او حالات ګل او ګلراز شي؟! زموږ په باور دا کار موقتي دی او اغیزمنه نتیجه نه شي ورکولی. دا سمه ده چې د امنیتي پروسونل زیاتوالی د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي او ممکن دا کار نه یوازې دا چې د امنیتي وضعیت په نسبي ښه کولو کې مرسته وکړي، بلکې د جرمونو په کنټرول کې هم اغیزمن واقع شي، خو ستونزه په اساسي ډول نه شي حل کولی او د ترهګرو او تروریستانو د بریدونو بشپړ مخنیوی نه شي کولی. د دې عمده دلیل دا دی چې په افغانستان کې روان جنګ عقده يي دی، چې د مذهب په پلمه روان کړل شوی دی. دلته د جګړې مقابل لوری ځان د دین خادم معرفي کوي او خپل ټول جنګالي د جهاد لارویان بولي او په هر حالت کې به د نظام پر وړاندې تخریبي فعالیتونه کوي.
په همدې پلمه غواړو دا ووایو چې د افغانستان د روان جنګ حل یوازینې لار سوله او د سولې خبرو دوام دی. په جنګي حللارو فکر کول یوازې د جګړې شدت او دوام سبب کیږي. که په زیاتو عسکرو او پوځیانو که کیدای چې ستونزه حل شي، امریکا به د څه باندې ۱۲۰ زره مجهرو عسکرو په راوستو سره د ټول افغانستان وضعیت قابو کړای وای، اما ثابته شوه چې د بهرنیو ځواکونو د شمیر په زیاتیدو سره نه یوازې دا چې حالات کنټرول نه شول، بلکې طالبانو لا جګړې ته زور ورکړ.
کابل ښار کې د پولیسو د شمیر له زیاتوالي سره بې له شکه چې جرمونه کمیږي او غله، لنډه غر، مفسدین او جنګسالاران جرات له لاسه ورکوي، اما له طالبانو سره د جګړې په مهارولو کې هسې نتیجه نه ورکوي، چې مسوولین یې په اړه وايي. فرضاً دلته د پولیسو شمیر لوړ کړای شو، مزار، کندهار، ننګرهار، هرات، خوست، غزني، کندوز او یو شمیر نولو ښارونو کې وضعیت په څه شي کنټرولوي؟ ایا د تشکیل د ډیرولو بهیر به همداسې روان وي؟! زموږ ټینګار پر دې دی چې د افغانستان د ښارو او کلیو امنیت هغه مهال نیول کیدای شي چې د جګړې مقابل لوری د مذاکراتو له طریقه له جګړې تېر شي او د قدرت برخه شي. غیر له دې که هر ډول لارې چارې وسنجول شي، موقتي به وي او د دوام لپاره به هیڅ مرسته ونه کړي.