خبرهای مرتبط

جمع

کنایۀ نبیل به ایران: کبوتر با کبوتر، باز با باز

رحمت‌الله نبیل، رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان در واکنشی...

وضع محدودیت شب‌گردی بر‌ باشندگان ولایت پکتیکا از سوی نظامیان پاکستانی

به نقل از منابع محلی از ولایت پکتیکا، نظامیان...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو...

وقوع انفجار در پیشاور هفت زخمی برجای گذاشت

مقام‌های صحی و امدادی پاکستان می‌گویند که در پی...

طالبان: نشست‌های مخالفان در کشورهای منطقه غیرقانونی است

معاون وزیر خارجۀ طالبان در واکنش به برگزاری نشست‌های...

لویه څارنوالي: د عامې روغتیا وزارت څلور کارکوونکی د بډو غوښتلو په تور نیول شوي

لویه څارنوالي وايي، د ملي امنیت له ریاست سره په همغږۍ یې د عامې روغتیا څلور ‘کارمنان’ ددغه وزارت له کارمنانو د بډو غوښتلو په تور نیولي او اوس توقیف کې دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوه وېډیويي کلیپ کې وايي، د دغو کسانو مسئله تر څېړنې لاندې ده.

د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي ویلي چې دا څلور کسان وروسته له هغه د دغې ادارې د منسوبینو له لوري د ملي امنیت ریاست په مرسته نیول شوي چې د روغتیا وزارت له یو شمېر ولایتي رییسانو څخه یې په میاشتني ډول له اویا تر اتیا زره ډالرو پورې رشوت غوښتنه کړې وه.

نوموړی وايي، دا قضیه به هم د نورو ورته قضیو په اړه د قانون په رڼا کې وڅېړل او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي. د عامې روغتیا وزارت رسماً تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر دوه خپلوان هم شته، چې یو یې په یاد وزارت کې اوس هېڅ دنده نه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق