خبرهای مرتبط

جمع

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

ستانکزی: د نظام د ډول په اړه له طالبانو سره زیاتو بحثونو ته اړتیا ده

د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي چې له طالبانو سره د نظام د ډول په اړه لا زیاتو بحثونو ته اړتیا ده. نوموړي چې د افغانستان د ستراتيژکو مطالعاتو انسټیټوټ یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې له طالبانو سره ډېر مشترک او متضاد ټګی لري چې باید خبرې ورباندې وشي.

نوموړی وايي، د بین الافغاني مذاکراتو مهم مسایل په هیواد کې امنیت، د راتلونکي نظام څرنګوالی، د خلکو حقوق او د جنګ د قربانیانو حقونه دي چې باید بحث پرې وشي. د نوموړي په خبره د سولې په خبرو کې باید یوڅه تر لاسه شي او څه ورکړل شي.

معصوم ستانکزی وايي: «له اوربنده نیولې، تر دې چې د خلکو سر او مال ځنګه خوندي کیدای شي، د لارو خوندیتوب، د مخدره توکو مشکل او د دې ډاډ چې امنیت څنګه امنیت تامینیدای شي تر لاسه کول. دوهم بحث سیاسي دی چې پر مشارکت، د مشارکت څرنګوالي، څنګه کولی شو اختلافات حل کړو، پر نظام اختلافات شته، پر روشونو باندې اختلافات دي، پر تعبیراتو اختلاف موجود دی چې دغه ټول تعبیرونه څنګه کولی شو یوه واحد تعبیر باندې بدل کړو یو مشکل بحث. بل بحث د حقوقو دی.»

نوموړي وویل چې د سولې به خبرو کې باید د ګاوڼدیو هیوادونو اندېښنې هم په نظر کې ونیول شي، ځکه د هغه په وینا همدا اوس هم په بدخشان کې بهرني جنګالي حضور لري چې باید ورته توجه وشي.

ستانکزي ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او ملامت نه دي چې له دوی څخه د چټکې پایلې غوښتنه کوي. هغه زیاته کړې، اوربند مهم دی او په خبره یې د خبرو په اجنډا کې اوربند، د قربانیانو حقونه او عادي ژوند ته د طالب وسله والو ګرځېدل هم شامل دي.

ستانکزي چې نن یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، دوی به په پیاوړې ارادې سره خبرو اترو ته داخل شي، خو ټینګار یې کړی دی چې د کلونو جګړه په ډېره لنډه موده کې د حل وړ نه ده نو ټول باید حوصله ولري، ځکه پرېکړه یوازې د دوی په لاس کې نه ده.

 هغه دغه راز له دولت څخه د خلکو نارضایتۍ ته په اشارې ویلي چې هو، خلک ناراضه دي خو دا نارضایتي یې د امنیت د نه تامین له امله ده. ستانکزي څرګنده کړې چې د بدخشان یو شمیر سیمو کې بهرني وسله وال شته او اړتیا ده چې په دې اړه ژورې خبرې وشي، ترڅو د سولې له هوکړې وروسته نورې ترهګرې ډلې سر راپورته نه کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق