خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

ویلسن: هدفي بریدونه په رسنیو کې د غږونو د خاموشه کولو سبب شوي

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د رسنیو پر ازادي ټینګار کړی او هغه یې د تیرو دوو لسیزو له مهمو لاسته راوړنو څخه بللې ده. ویلسن د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۹(مرغومې ۹) پر خپل ټویټر لیکلي چې د هلمند، غزني، ننګرهار او کابل وروستي هدفي بریدونه په رسنیو کې د غږونو د خاموشه کولو لامل شوي.

 نوموړي ویلي چې په کابل کې د رسنیو له استازو، د رسنیو د ملاتړ ټولنو او په کابل کې د بهرنیو مېشتو ډیپلوماټانو سره کتلي دي. ویلسن ویلي چې له یادې کتنې څخه یې هدف دا و چې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نورو هیوادونو ډيپلوماټکې نمایندګۍ د هغه ګواښ په اړه چې ورسره مخ دي خپله د رسنیو له استازو او د هغوی د ملاتړ ټولونو له خولې واوري.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د خبریالانو د امنیت ټینګولو د ستراتيژۍ او هغه یو شمېر خبریالانو په اړه چې ژوند یې په خطر کې دی خبرې وکړې. هغه ویلي چې افغان خبریالانو خپلو راپورونو کې د روڼتیا او ځواب ورکونې برخه کې زړورتیا ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بې‌پولې خبریالانو بنسټ په‌خپل کلني راپور کې د افغانستان په ګډون پنځه هیوادونه، مکسیکو، هند، پاکستان او عراق د خبریالانو لپاره مرګونې بللې دي.

یاد سازمان ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي چې په وینا یې۸۵ سلنه یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو کې میاشتو کې په افغانستان کې څلور خبریالان په وسله‌والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رئیس د مشرانو جرګې غونډه کې وویل چې پر خبریالانو هدفي بریدونه د «کاروان عبیده» په نوم د طالبانو د یو ګروپ له‌خوا تر سره کیږي، خو امریکا غږ لیکي، طالبانو بیا ویلي چې د خبریالانو د وژلو پېښو کې لاس نه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق