له طالبانو سره افغانستان د دولت د مذاکره کوونکي هیات غړې فویه کوفي وايي، چې یو زیات شمیر افغان سیاستوال پر سوله ټینګار لري، خو دا چې تر سولې وروسته څه ډول حکومت غواړي، لا هم ورباندې اجماع نهشته.
فوزه کوفي د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل: «دلته هم یو شمیر سیاسیون لرو چې غواړي د سولې خبرې مخته لاړې شي، خو دا چې تر سولې وروسته څه ډول حکومت غواړي، لا هم ورباندې اجماع نهشته.»
هغه زیاتوي چې کابل ته د سولې د مذاکره کوونکي پلاوی راتللو اصلي هدف هم همدا وو.
نوموړي وايي چې د سولې د خبرو نتیجه څه ډول وي، په دې اړه باید د سیاسيونو ترمنځ هماهنګي رامنځته شي، ترڅو د سولې خبرو پر میز د افغان مذاکراتي پلاوی دریځ قوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د خبرو پلاویو په دوحه کې شاوخوا اتیا ورځې خبرې وکړې، ترڅو یوازې د کړنلارې پر سر هوکړې ته ورسیږي. ډاکل شوې ده چې د خبرو دوهم پړاو د مرغومي په ۱۶مه په دوحه کې پيل شي.