خبرهای مرتبط

جمع

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی...

متقی: تماس‌ها و رابطۀ ما با بسیاری از کشورهای جهان جنبۀ رسمی دارد

سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی می‌گوید که تماس‌ها و...

متقی: گروه داعش در افغانستان سرکوب شده است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی در گفت‌وگو...

اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان: در یک سال گذشته 10 رسانه در کشور مسدود شده است

همزمان با روز ملی خبرنگار، اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان...

2020 کال خونړی و، نو چې ۲۰۲۱ به څنګه وي؟!

۲۰۲۰ میلادي کال د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره له ننګونو او ستونزو ډک و. په دې کال کې په افغانستان او نړې کې خلک له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وو او په ډیرو مشکلاتو یې دغه کال پای ته ورساوه. نړۍ د کورونا ویروس، جګړې او بې‌وزلۍ له سترو ګواښونو سره مخ وه او د یادو پدیدو له امله لسګونه میلیونه کسان متضرر شول او یا یې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

افغانان بیا د نړۍ له نورو ملتونو زیات په ستونزو او مشکلاتو کې ګیر وو او د پورته برخو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې هم له ننګونو سره مخ وو. افغانانو خورا خونړۍ، ځپونکی او ناراحته کال شا ته پريښود. په دې کال کې د کورونا له امله ګڼو افغانانو ژوند له لاسه ورکړ او یو زیات شمیر نور هم د دې پدیدې له امله له سختو مشکلاتو سره مخ شول. د جګړې اور لیسګونه زره افغانان وخوړل، فقر زیات شو او د بې‌کارۍ کچه هم د ریکارډ تر کرښې وخته.

افغانانو که څه هم په ۲۰۲۰ کال کې د سولې د رتلو لپاره ډېرې لارې وڅارلې، اما نه یوازې دا چې دا ارمان یې پوره نه شو، بلکې د سختو جګړو خوراک هم شول او په تېر کال کې لسګونه زره ماشومان یتیمان، زرګونه ښځې ګونډې او زرګونه میندې هم بورې شوې. په تېر کال کې د تېر په خلاف جګړه آن د کابل ښار تر زړه ورسیده او د کابل ګڼو ښاریانو د هدفي بریدنو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. تېر میلادي کال د نورو ترڅنګ خبریالانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو ته تر نورو زیات خونړی و او ګڼ خبریالان او فعالان په کې په نښه شول.

۲۰۲۱ میلادي کال په داسې حال کې پیلیږي چې په ټولو یادو شویو برخو کې د افغانانو ستونزې پر خپل ځای پاتې دي او په ډېرو سختو حالاتو کې نوي میلادي کال ته داخلیږي، چې بیا یې هم سترګې د نوي میلادي کال د جنوري پنځمې نېټې ته په تمه دي، په کومه نیټه چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلیږي او د جګړې د کمیدو او د سولې د ټینګنیدو په اصلي موضوعاتو بحث کیږي. دا چې روان میلادي کال به افغانانو ته څومره بختور او نیمکرغه وي، دا په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو له کامیابیدو سره تړلې ده چې افغانان یې کامیابیدو ته زښته زیاته تلوسه او بیړه لري.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق