خبرهای مرتبط

جمع

سازمان ملل: سال خوشی را برای مردم افغانستان آرزو می‌کنیم

دبیرکل سازمان ملل و دفتر معاونت این سازمان در...

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی...

متقی: تماس‌ها و رابطۀ ما با بسیاری از کشورهای جهان جنبۀ رسمی دارد

سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی می‌گوید که تماس‌ها و...

متقی: گروه داعش در افغانستان سرکوب شده است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی در گفت‌وگو...

چارواکي: هلمند کې ۵۰ طالب جنګیالي او فاریاب کې یې والي وژل شوي

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا ناظم وژل شوی دی. د فاریاب والي نقیب الله فایق پرون ویلي، ملا ناظر د شنبې په شپه په دولت اباد ولسوالۍ کې له خپلو شپږو ساتونکو سره وژل شوی دی. هغه زیاته کړې چې نوموړی د طالبانو لیکو کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.

خو امریکا غږ لیکي، وسله والو طالبانو بیا د فاریاب لپاره د خپل والي وژل کېدل رد کړي او وايي چې هغه ژوندی دی. بله‌خوا د افغانستان دفاع وزارت نن شنبه ویلي چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د سل کسيزه قطعې د يوه قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسير او ناوې ولسواليو په مربوطاتو کې په جګړه او هوايي بریدنو کې اوښتې ده. وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق