خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

سوله څنګه راتلی شي؟

که څه هم د سولې خبرې ډېرې تودې دي او له میاشتو راهیسې د افغان دولت، امریکایانو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګیدو په خاطر خبرې روانې دي او وخت نا وخت د پرمختګونو خبرونه هم اوریدل کیږي. وروستی پرمختګ هم پر کړنلاره د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه وه، چې تر څه کم درې میاشتو خبرو وروسته ورباندې موافقه وشوه او تر شاوخوا درې اوونیو ځنډ وروسته دا دی اوس د سولې د خبرو دوهم پړاو پیلیدونکی دی. ټاکل شوې ده د جنوري میاشتې په پنځمه نېټه د سولې خبرې بیا پیل شي. دا ځل خبرې به تر پخوانیو هغو مهمې او برخلیک ټاکونکې وې. په دې پړاو خبرو کې ممکن د اوربند او د نظام د څرنګوالي په اړه خبرې وشې او دواړه لوري موافقې ته سره ورسیږي.

اما د ټولو پرمختګونو ترڅنګ اصلي پوښتنه دا ده چې د سولې خبرې څنګه ژر او په اسانۍ کامیابیدای شي او په رښتیا د اوسني بندون د ماتیدو لپاره د حل لار څه کیدای شي؟

زما په باور د سولې خبرو د بشپړې بریا لپاره یوازینۍ حل لار د موقت حکومت رامنځته کول دي. داسې حکومت چې هم طالبانو ته د منلو وړ وي او هم د دلته موجودو سیاسیونو او هم نړیوالو ته. د داسې حکومت رامنځته کیدل ځکه اړین دي، چې طالبان به پر نورو مسایلو جوړ راشي، خو له موقت حکومته نه شي تیریدای.

ممکن د افغانستان د حکومت چارواکي له دې موضوع سره چندان علاقه ونه لري، لکه څنګه چې تر دې وړاندې یې د موقت حکومت رامنځته کیدل غیر ممکن بللي وو، له دې وروسته به هم خپل مقاومت ته ادامه ورکړي او د قدرت خوشې کولو ته په ډېره سختۍ او فشار اماده شي؛ اما له بده مرغه له دې پرته بله هیڅ لاره هم نه شته. طالبان نه شي کولی چې د ګلبدین په شان راشي په کابل کې په محاصره کې پاتې شي، بلکې دوی غواړي په راتلونکي حکومت او نظام کې فعاله برخه ولري. د طالبانو دا غوښتنه په بل هیڅ طریقه نه شي پوره کیدای، ترڅو موقت حکومت رامنځته نه شي او قدرت ورسره ونه ویشل شي.

طالبان ممکن جمهوریت، ټاکنې، د ښځو حقونه، د بشر حقونه، د لږکیو حقونه، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکون او داسې نورو مواردو منلو ته اماده شي، خو کله هم داسې یوه حکومت سره نه شي یوځای کیدای، چې په کې بله ورته طعنې ورکړل شي او توطیې ورته جوړې شي.

طالبان د غني د حکومت په دوام کې د مصوونیت احساس نه کوي او کله چې د طالبانو بیا هم ځان آرام احساس نه کړ، خبره بیرته هماغه پخوانۍ ده او جګړه به کوي او یا که تر سولې وروسته ورته توطیې جوړې شوې او په یوه او بل نامه یا زنداني شي او یا هم ووژل شي، دا هغه اندېښنې دي چې د موجود حکومت په شتون کې ممکن واقع شي چې دا په هیڅ صورت طالبانو ته د منلو نه دي. تر سولې وروسته توطیې، هدف ګرځول او بندیانول د افغانستان خلکو ته هم د منلو نه دي، ځکه تر سولې وروسته به ټول لوري بخښل کیږي او باید د جګړې ټول لوري مصوون وي، که داسې ونه شي او د بشر او نورو حقونو په نامه توطیې رامنځته شي، له شک پرته چې دا وضعیت مشکل رامنځته کوي او د افغانستان سوله بیا له خطر سره مخ کولی شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق