خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

د حکومت له لوري د سولې زړه نا زړه هڅې

که څه هم د سولې خبرو له پیلیدو وړاندې د افغانستان اوسنیو چارواکو له طالبانو سره د سولې خبرو د پرمخ بیولو لپاره شعارونه ورکول او تل یې ملت ته داسې څرګندوله چې ګني دوی سوله غواړي، خو دا د طالبانو ډله ده چې نه غواړي سوله وکړي او له وحشت، دهشت، ترور او وژلو پرته بل څه ملت ته نه لري؛ اما له کومې ورځې چې د سولې عملي هڅې شروع شوې، د افغانستان حکومت اوسنیو چارواکو ولیدل چې د سولې خبرو په چټکیدو او بریالي کیدو سره د دوی واک هم له خطر سره مخ کیدونکی دی، نو یې د دغه ملي او حیاتي بهیر پر وړاندې ګڼې توطیې جوړې کړې، ترڅو دغه بهیر لومړی بدنام او په پایله کې ناکام شي.

د ولسمشر په ګډون د حکومت د مهمو څیرو مخالفتونه د سولې هڅې سختې پیکه او له ننګونو سره مخ کړي دي، چې له امله یې دغه خبرې له میاشتو آن کلونو ته ورسید او دمګړۍ چې په دوحه کې د سولې دوهم او اساسي پړاو خبرې پیل شوي دي، حکومت له ګڼو لارو هڅه کوي چې دغه بهیر یا وځنډیږي او یا هم مطلق ناکام شي؛ څو د دوی د واک او قدرت موده څو ورځې نوره هم اوږده شي.

 د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات او د طالبانو پر وړاندې هوايي او ځمکني بریدونه د دغه بهیر د ننګولو او ناکامولو په خاطر کیږي. د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ هوايي برید د ګټې پر ځای تاوان خورا زیات و. یاد برید ښيي چي حکومت د سولې له روانو هڅو سره هیڅ علاقه نه لري او غواړي دغه بهیر ودریږي. لکه څنګه چې د ولسمشر او د نوموړي د مرستیالانو په څرګندونو او مرکو کې په کراتو داسې اوریدل شوي چې له امریکا یې د سولې پر روان بهیر د بیا کتنې غوښتنه کړې. دا ډول هڅې ټولې د سولې پر وړاندې پلیتي هڅې دي چې کیږي.

حکومتي چارواکي د خپلو شخصي ګټو د ساتنې په خاطر د سولې د روان بهیر پر وړاندې دریدلي او دا د دې سبب شوي چې مقابل لوری هم تر دوی په لا زیات سخت دریځ په دغو خبرو کې ګډون وکړي او د سولې روان بهیر لا سوکه او ستونزمن شي. طالبان که دوحه کې یوه خبره کوي، کابل کې پنځه تروره کوي. دا ټول د حکومت له لوري د نرمښت نه ښودلو له امله ده.

افغان حکومت ته نه ښايي چې د یوه مشروع او قانوني نظام په توګه ځان د طالبانو ډلې سطحې ته راټیټ کړي، بلکې که چیرته طالبان د سولې پر لور یو ګام اخلي دوی باید دوه او درې ګامه واخلي، که داسې ونه کړي، ممکن د سولې لپاره لاسته راغلی فرصت ضایع شي او نړیوال هم له دې بهیره زړه توري شي، ځکه نو اړینه ده چې دوی له سولې سره په دلچسپۍ برخورد وکړي او دغه ستونزمنه پروسه په حسن نیت او حسن عمل سره لا اسانه کړي، ترڅو بریا ته ورسیږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق