د سولې خبرې یو ځل بیا له ځنډ سره مخ دي. په امریکا کې د حکومت بدلیدو دغه بهیر بیا له ګواښ سره مخ کړی دی. د جوبایډن اداره غواړي چې د افغانستان د سولې بهیر له سره و ارزوي او معلومه کړي چې ایا طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟ په دې منځ کې د افغانستان حکومت هم هڅې پیل کړي دي چې د سولې روان بهیر ودروي او امریکایان د افغان سولې په برخه کې د نویو تصمیمونو نیولو ته اړباسي. په تازه کې د ملي امنیت شورا تائید کړې چې حمدالله محب له خپل امریکايي سیال سره د افغان سولې په اړه غږیدلی او مقابل لوري ژمنه ورکړې چې دا بهیر به له سره ور ارزول شي. له دې سره مل د ملي امنیت شورا ویلي چې هڅه کیږي، څو د افغان سولې بهیر د بیا ارزولو له طریقه د افغانستان د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه خوندي کړل شي. هغه یادونې چې تر دې وړاندې هم د ولسمشر غني د حکومت ګڼو چارواکو په کراتو تکرارې کړي دي او د سولې روان بهیر یې نه مانه.
د افغانستان د حکومت مشرانو د سولې ضد دوامدارو څرګندونه بیا پر ولس او نړیواله ټولنه کې دا شکونه راپورته کړي چې ګني د ولسمشر غني حکومت نه غواړي اصلاً د سولې په نوم پیل شوی بهیر بریا ته ورسیږي، بلکې ولسمشر غني او ملګري یې د خپل قدرت او واک د ساتلو او د سولې بهیر د ناکامولو لپاره هر ډول معاملې ته هم حاضر دي.
د همدغه هدف په خاطر یې د سولې روانې خبرې په یوه او بله پلمه ودردولې، ترڅو په امریکا کې لومړی ټاکنې وشي، بیا ګټونکی معلوم شي او دا دی اوس یې تر هغو د سولې خبرو د پرمختګ مخه ډب کړه، څو په امریکا متحده ایالتونو کې عملا واک بل ولسمشر ته ولیږدول شو. س چې د جوبایډن اداره د امریکا اداره پر غاړه لري، د افغانستان له لوري هڅې پیل شوي، څو د امریکا نوې اداره دې ته مجبوره کړي چې له طالبانو سره شوې هوکړې ته له ژمنتیا واوړي او جګړې ته مخه کړي. اما د افغانستان اوسنیو مشرانو دا نه ده سنجولې چې له طالب سره د جګړې تر نامه لاندې هره ورځ خپل وطنوال وژني او کورنۍ بې پته او عزته کوي. کله چې د خپل وطنوال د وژلو او په زوره د آرام ساتلو لپاره اراده رامنځته شي، بیا هر ډول جنایتونه هم رامنځته کیږي، چې د دې مسوولیت به بیا څوک پر غاړه اخلي؟ په داسې حال کې د سولې خبرې خورا مخته تللي دي او بریا او بشپړ اوربند ته ډېره لږه لاره پاتې ده.