خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د بې‌نښانه الوتکې انځور خپور شو

د داسي خصوصي جیټ الوتکې انځور تر لاسه موندل شوی دی چې په هیڅ هوايي شرکت پورې اړه نه لري، خو حامد کرزي په هوايي ډګر کې ولاړه ده.

افغانستان ته د ناپيژانده الوتکو تګ راتګ په داسې حال کې ځان ته پام واړاوه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې په هکله څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د یادو الوتکو په واسطه قیمتي توکه تر خاصو امنیتي تدابیرو لاندې بهر ته لیږدول کیږي.

د قیمتي بستو د انتقال په تړاو د ګلبدین حکمتیار تر څرګندونو وروسته کابل نیوز د داسې یوې ناپيژانده جټ الوتکې تصور تر لاسه کړی چې په هیڅ هوايي شرکت پورې اړه نه لري او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یې ناسته کړې ده.

دغه تصویر چې په اغلب ګمان شاوخوا درې میاشتې مخکې اخیستل شوی، ګمان کیږي د هماغه ماموریت په موخه کابل ته راغلي وه او ظاهراً کوم شخص او یا خصوصي شرکت پورې به اړونده وي.

د هوايي چلند اداره سره له دې چې د دې طیارې د څرنګوالي په تړاو معلومات نه ورکوي، او نه وايي چې څه یې افغانستان ته راوړي او څه یې وړي، خو وايي چې دوی رادار لري او هرڅه یې تر کنټرول لاندې دي.

د ولسي جرګې غړي بیا د دغې موضوع د څېړنې غوښتنه لري او وايي چې باید موضوع روښانه شي چې واقعا څه روان دي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق