په افغانستان کې د سولې خبرو له تودیدو سره د دوهم مقاومت خبرداري هم ورکول کیږي. ډیر ځله دغه خبرداری د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د نه کمیدو او پر جګړه د یادې ډلې د دوام سیاست له امله مطرح کیږي. اما واقعاً دوهم مقاومت پیلیدونکی دی؟ ایا دغه مقاومت د حل لاره ده؟ ولې د سولې خبرو د بریا هڅې نه کیږي چې یو ځل بیا د دوهم مقاومت ساز غږول کیږی؟
پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا سلاکار عبدالبصیر سالنګي د شوروي ځواکونو له لوري د سالنګ د عامو وګړو د قتل عام په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې وویل چې که چیرته د سولې خبرې نتیجې ته ونه رسیږي او طالبان د افغانستان د ټولنې موجود واقعیتونه ونه مني، نو دوهم مقاومت پیلیږي. نوموړي وویل چې د دې مقاومت د پیل لپاره هڅې روانې دي. تر دې وړاندې هم د طالبانو پر وړاندې پخوانۍ مخالفې جبهې ګڼو وتلو څیرو د دوهم مقاومت خبرداري ورکړي وو.
د دې ترڅنګ په رسنیو کې هم ځینې داسې نا تاييد شوي راپورونه اوریدل شوي چې ګني یو شمیر بهرني هیوادونه ـ چې د سولې له روان بهیره ناراضه دي ـ د دوهم مقاومت د پیلیدو لپاره د ځینو افغان شخصیتونو سره خبره کړې ده او له همدې امله د دوهم مقاومت خبرداري ورکول کیږي.
اما ولې باید تل پر جګړه او مقاومتونو تاکید وشي. ولې د افغانستان روانه جګړه د خبرو او تفاهم له لارې نه حل کیږي؟ دا چې دغه ډول مقاومت به په رښتیا هم د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي، لا له وخت مخکې ده، اما په دې منځ کې د افغانستان د حکومت او موجود نظام رول به څنګه شي؟ ایا یو ځل بیا باید ګډوډیو او انارشو لوري ته لاړو شو او له طالبانو سره د شمال او جنوب تر نامه لاندې جنګونه پیل شي؟
زموږ په بارو کله چې د سولې هڅې کیږي نباید د جګړې ډول وغږول شی. هیڅ لوری حق نه لري چې د افغانستان د مشروع قوې ـ چې هغه امنیتي او دفاعي ځواکونه دي ـ پرته بله قوه استعمال کړي. د نورو قواوو استعمال په خپله په هیواد کې انارشۍ او ګډوډیو ته لاره اواروی چې بیا ممکن ولس، تر حکومت او دوهم مقاومته طالبانو ته ترجیح ورکړي او خبره نوره هم خرابه شي. اما که طالبان پر خپلو غیر عملي شرایطو ټینګار وکړي، لرې هم نه ده. طالبان باید د جګړې او امتیاز طلبۍ پر ځای له افغانانو سره ارومرو یوې پایلې ته ورسیږي او نور د جګړې د دوام لامل نهشی، بلکې له هرې لارې چې کیږي باید د افغانستان د سولې روانه پروسه بریا ته ورسیږي. دا په هغه صورت کې کیدای شي چې طالبان، حکومت، نړیواله ټولنه او د دوهم مقاومت پیلوونکي د سولې د روانو خبرو ملاتړ په تمامه معنا او صداقت وکړي.