د حامد کرزي دفتر: په دې مجلس کې د سولې پروسې کامیابۍ لپاره پر صادقانه همکاريو خبرې شوي دي
سیاسي مشرانو له ولسمشر غني سره د سولې پروسې او د افغانستان د روانو حالاتو په اړه مجلس کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې مجلس کې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف ګډون کړی و او په کې د هیواد پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ، پر اوربند او سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د جنګ د پای ته رسیدو سبب به شي، خبرې وشوې.
ولسمشر پرون د افغانستان له مخکیني ولسمشر، مصالحې عالي شورا له رئیس او استاد سیاف سره خبرې درلودې، د هیواد د روان وضعیت ترڅنګ، پر اوربند د تاوتریخوالي پر کموالي او مطلبوه سوله چې په افغانستان کې دایمي ثبات او وینه تویېدنه دروي ټینګار وشو او بحثونه وشول.
په ورته مهال د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر له خوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې په دې مجلس کې د سولې پروسې کامیابۍ لپاره پر صادقانه همکاريو او ملي وحدت پر تقویت او سولې ته د رسیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د همکاریو پر جلبوبو خبرې شوي دي: «په دې مجلس کې د ملي وحدت پر تقویت د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره د هر اړخیزو او صادقانه هڅو او سولې ته د رسیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د اغیزمنې همکارۍ پر جلبولو خبرې شوي دي.»
د ملي مصالحې عالي شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې مجلس کې د سولې پروسې، د تاوتریخوالي کموالي، اوربند او د سیاسي اجماع پر اړتیا خبرې شوي دي.
د ملي مصالحې عالي شورا اعلامیه کې راغلي: «په دې ملاقات کې سیاسي مشرانو د سولې روانو مذاکراتو، د تاوتریخوالي کموالي، فوري اوربند، د جنګ او وینې توییدنې پر پای ته رسیدو او د سیاسي اجماع پر ضرورت خبرې وکړې، ټولو ټینګار وکړ چې اوسنیو حساسو شرایطو ته په پام لازمه ده څو له سیاسي څیرو سره سلا مشورې وشي.»
له سیاسي مشرانو سره د ولسمشر غني مجلس داسې مهال دی چې په دوحه کې د دواړو مذاکراتي تیمونو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي، خو ویل کیږي چې د موقت حکومت د جوړیدو لپاره هڅې په چټکۍ روانې دي.