د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي د افغانستان مرزي سیمې له امنیتي پلوه خورا ترینګلې یادې کړې او ویلي یې دي چې د داعش ډلې جنګیالي له سوریې او عراق څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
اناتولي اژانس د ولادیمیر نوروف له قوله ویلي، افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان ته پر یو ستر ګواښ بدل شوی دی. هغه زیاته کړې داعش ډلې په دغه هېواد کې د خلکو د جلب او جذب لپاره پوره هڅه پیل کړې او غواړي دا هېواد د خپلې رهبرۍ پر مرکز بدل کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دغه سازمان له ډیپلوماټیکو لارو د افغان جګړې پر پای ته رسېدو باور لري او له دې پروسې به خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.