خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

معصوم ستانکزی: د اسلامي نړۍ ټولو عالمانو افغان جګړه ناروا بللې ده

د افغان دولت د مذاکراتي ډلې مشر محمد معصوم ستانکزي ویلي چې د اسلامي نړۍ دیني عالمانو افغان جګړه حرامه او ناروا او په دغه هېواد کې یې د جګړې درېدل او اوربند واجب بللي دي. هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې جنګیالي نباید د جګړې د دوام لپاره له قراني احکامو او نبوي احادیثو څخه په تیاره کې وساتل شي.

هغه په هېواد کې روانه جګړه ـ چې طالبان یې جهاد بولي ـ ننګولې او زیاته کړې یې ده چې دوی تیار دي دغه جګړه د اسلام له نظره ناروا ثابته کړي. هغه ټینګار کړی دی چې د سولې لپاره د رامنځته شوي اوسني فرصت ضایع کول د ملت په حق کې ستره جفا ده او نباید څوک دا جفا وکړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که چېرته ولسمشر غني استعفا وکړي دوی له اوسني حکومت سره یو ځای کېدو ته تیار دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق