خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

څوک د سولې نیت نه لري؟

وروسته تر هغه چې طالبانو غني او حکومت یې د سولې پر وړاندې د اصلي خنډ په توګه یاده کړل، اوس ولسمشر غني وايي چې طالبان سوله نه غواړي او د یادې ډلې له لوري له واکه زما د لرې کیدو غوښتنه د نه منلو ده او زیاته کړې یې ده چې دا د دې ښودنه کوي چې طالبان د سولې نیت نه لري او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي. نوموړي د امریکا اسپین فورم یوې ناستې ته په خبرو کې ټینګار کړی چې امریکا او ناټو هم باید په خپلو ژمنو ودریږي او له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، که ولسمشر غني له واکه لرې شي، نو دوی جګړه دروي او د سولې پر خبرو تمرکز کوي. د یادې ډلې د قطر دفتر مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې ویلي چې د دوی او امریکانو ترمنځ هوکړه کې د نوي اسلامي حکومت د راتګ خبره شوې او دا په اصل کې د ولسمشر غني د حکومت د پای ته رسیدو په معنا ده، په همدې خاطر له غني غواړي چې له واکه لرې او د سولې پر وړاندې خنډ نه شي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې د سولې اصلي خنډ کوم لوری دی؟ ایا ولسمشر غني او ملګري یې د سولې خنډ دي او که طالبان د رښتیني سولې اراده نه لري؟ تر کومه چې ښکاري دواړه لوري د واقعي سولې اراده نه لري. هم د ولسمشر غني حکومت د سولې په اړه داسې شرایط وړاندې کوي چې د سولې له روان بهیر سره په ټکر کې دي او هم د طالبانو ډله دومره لوړ توقعات لري چې منل یې یا ناممکن دي او یا هم وخت نیسي. له همدې امله د سولې خبرې خورا سستې او په ځنډ مخته ځي.

اما دلته چې مهمه ده هغه د سولې لپاره د رامنځته شوي فرصت موضوع ده او دواړه لوري باید په یاد ولري چې دغه موکه بیا نه‌شي برابریدای. که چیرته دواړو لوریو د سولې واقعي نیت درلودی، نو د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څلورو کلونو په موده کې به یوې نتیجې ته رسیدلي وای، اما دواړو خواوو د خپلو شخصي او ټیمي ګټو د خوندي کولو په هدف د سولې خبرې دومره اوږدې او پیچلې کړې، چې اوس ورته هیڅ لاره هم نه موندل کیږي او څو اووني کیږي چې په دوحه کې مذاکراتي ټیمونه هسې میشت دي. اما دواړه خواوې باید درک کړي چې د سولې پروسې اوږدیدل له زیاتې مرګ ژوبلې او دربدرۍ پرته بل څه نه لري، څومره چې خبرې ځنډوي هماغومره د بې چاره او بې وزلو افغانانو بچي مري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق