خبرهای مرتبط

جمع

کنایۀ نبیل به ایران: کبوتر با کبوتر، باز با باز

رحمت‌الله نبیل، رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان در واکنشی...

وضع محدودیت شب‌گردی بر‌ باشندگان ولایت پکتیکا از سوی نظامیان پاکستانی

به نقل از منابع محلی از ولایت پکتیکا، نظامیان...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو...

وقوع انفجار در پیشاور هفت زخمی برجای گذاشت

مقام‌های صحی و امدادی پاکستان می‌گویند که در پی...

طالبان: نشست‌های مخالفان در کشورهای منطقه غیرقانونی است

معاون وزیر خارجۀ طالبان در واکنش به برگزاری نشست‌های...

د امريکا مخکېني ولسمشر استيضاح: ټرمپ خپل دوه نوي مدافع وکيلان اعلان کړل

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د مدافع وکیلانو د هغه نوي ټیم غړي اعلان کړل چې په سنا جرګه کې به له ده د استیضاح په محاکمه کې دفاع کوي. په دغه نوي ټیم کې دوه نوي غړي ډېوېډ شوین چې په ټلوېزیونونو کې به‌یې تل تبصرې کولې او د پنسلوانیا پخوانی سیمه‌ییز څارنوال بروس کاسټور شامل شوي دي.

دوی یکشنبې په دې نوي ټیم کې خپل ګډون تأیید کړ. د ټرمپ مخکېني پنځه کسیز حقوقي ټیم یوه ورځ مخته تر دې له پخواني ولسمشر سره د ځیني اختلافاتو له امله خپله لاره جلا کړې وه. د ازادي راډیو د راپور پر اساس، ټاکل شوې چې په سنا کې د ټرمپ د محاکمې جریان د فبرورۍ په نهمه پیل شي.

استازو جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، ټرمپ مخکې له دې چې واک پرېږدي او جو بایډن د جنوري په ۲۰مه لوړه وکړي، څو ورځې مخته د کانګرس پر ودانۍ د هغه د پلویانو له لوري د یرغل په ګډون پر ځینو مواردو تورن کړی او هغه‌یې استیضاح کړ. ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د دندې په مهال دوه ځلې استیضاح کېږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق