فرضاً د موقت حکومت بحث ونه منل شو، اما سوله څه ډول تامینوئ؟ ایا طالبان به د حزب اسلامي د رهبري ګلبدین حکمتیار په شان راشي او یوازې په کابل کې به استوګن شي او که برعکس د دغې ډلې له بشري قوې څخه به د افغانستان په بیرته ابادولو کې استفاده کیږي؟
که چیرته د قدرت بحث لرې کړل شي د سولې پروسه هم خورا اسانه کیږي. لکه د دوه قومونو ترمنځ چې روزمره شخړې او لانجې حل کیږي، له طالبانو سره سوله هم بیا همدومره اسانه کیږي او دوه ډلې به سره جوړ راشي؛ خو اوس چې سوله ستونزمنه او پیچلې کړې، هغه په راتلونکي کې د قدرت بحث دی چې د مذاکراتو دواړه خواوې یې په اړه جدي فکر کوي.
طالبانو چې په تېرو شلو کلونو کې دومره جګړې کړي دي او له ټولنې نړۍ سره یې مخالفت ته دوام ورکړی، یوازې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې د خپلو مشرانو د آرام ژوند کولو لپاره یې نه دي کړي، بلکې دغه ډله خپل پلانونه لري او غواړي په راتلونکي کې د نظام او دولت برخه و اوسي او خبره یې څه نا څه ارزښت ولري.
له همدې امله ده چې په نظام کې د یادې ډلې جذب او منحلیدل نه یوازې دا چې اسانه کار نه دی، بلکې ستر پروګرام او پلان ته اړتیا لري چې باید د نړیوالو په همکارۍ او ملاتړ ورباندې کار وشي او دغه ډله په سنجول شوي توګه په نظام کې جذب کړل شي او د هیواد د امنیت او ابادۍ په برخه کې یې له کارا او اغیزمنې بشري قوې کار واخیستل شي. داسې نهشي کیدای چې د سولې روانه پروسه د یوې مڼې د ویش په توګه مطرح شي، چې نیمه ستا او نیمه زما، بلکې برعکس همدا یوه مڼه به داسې ویشل کیږي چې نیمه نهشي، خو ټول ترې مستفید شي. په همدې خاطر ټینګار مو دا دی چې د سولې خبرې د احساساتو نه دي. نه د طالبانو ټولې خبرې د منلو وړ دي او نه هم د افغان دولت د لوري دریځونه سل په سلو کې د تطبیق وړ دي، بلکې د دواړو خواوو او نورو افغان لوريو په مشوره سلا او د نړیوالو په همکارۍ او ملاتړ باید افغانان پر داسې یوه نظام باندې سره جوړ راشي چې هم زموږ ملي او اسلامي ارزښتونو ته ضربه ونه رسیږي او هم له نړیوالو سره زموږ اړیکو تتې نه شي، بلکې دواړه باید په کې خوندي شي چې دا کار اسانه نه دی او د اوسني حکومت په جوړښت کې نهشي عملي کیدای.