د امریکا له متحدو ایالتونو رپوټونه وايي، د ولسمشر جو بایډن سلاکارانو هغه ته ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون نیمګړی دی او کېدای شي افغانستان کې د خلکو لپاره خطرناکې پایلې ولري. دا تړون چې د تېر کال فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوی دی، ټاکل شوې ده چې له مخې به یې د روان کال تر مې میاشتې امریکا له افغانستانه خپل پوځيان وباسي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ویلي وو چې دې تړون ته به له سره کتنه کوي. خو د سلاکارانو د دغو نویو غوښتنو په تړاو د امریکا ادارې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د امنیتي حالاتو بشپړه ارزونه کوي او د چارو شنونکي پر دې باور دي چې په دې تړاو ترلاسه شوې پایلې ښايي تر مې میاشتې افغانستان کې د پاتې دوه نیمو زرو امریکايي سرتېرو ایستلو پر پرېکړه اغېز ولري.
د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د جرګګۍ پخواني مرستیال ویلي، که افغانستان کې امنیتي حالاتو ته له پام پرته ټول امریکايي سرتېري مې میاشت کې له افغانستانه ووځي، نو کېدای شي کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي. د نوموړي په وینا، شونې ده چې له دې سره امریکایانو ته له القاعدې نوی ګواښ رامنځ ته او سوېلي اسیا کې د امریکا د اغېز ځای ناستي ایران او روسیه وي.
د دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي په وینا، امریکا له طالبانو سره معامله کې پر دې نه ده توانېدلې چې له هغوی القاعدې سره د پرېکون ژمنه واخلي او اوربند هم نه دی شوی.
وړاندې د امریکا د خزانې وزارت یوه څانګه چې د ترهګرۍ پر مالي سرچینو څار کوي، خپاره کړي یوه رپوټ کې ویلي وو چې القاعده د طالبانو په ملاتړ خپل فعالیت ته دوام ورکړی او پیاوړې کېږي، خو طالبانو د امریکا دغه راز ویناوو ته غبرګون کې ویلي چې دوی له امریکا سره تړون کې کړې ژمنې پوره کړې دي او د دوی تر واک لاندې سیمو کې د القاعده غړي نهشته.
بي بي سي د لوېدځو رسنیو د راپورونو پر اساس لیکي، افغانستان کې د یوه یرغمل شوي قراردادي مارک فریرچز ملاتړو او خپلوانو پر ولسمشر جو بایدڼ غږ کړی تر هغه چې ښاغلی فریرچز چې د امریکايي چارواکو په باور له یو کال راهیسې له حقاني شبکې سره دی، خوشی نه شي، له افغانستانه دې پاتې امریکايي ځواکونه نه باسي. د چارو څارونکي پر دې باور دي چې د ښاغلي فریرچز د ملاتړو غوښتنه د امریکا پر نوې ادارې په بالقوه ډول شته فشارونه لا ډېروي.